سول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) نه په بازارونو کې چیغې…

سول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) نه په بازارونو کې چیغې وهونکی و او نه یې بدې ته په بده ځواب ورکاوه، بلکې بخښنه یې کوله او (خلکو ته د هغوی له بدیو) به تېرېده

ابو عبدالله الجدلي وایي: ما (د مؤمنانو له مور) عائشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وکړه، نو هغې وویل: سول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) نه په بازارونو کې چیغې وهونکی و او نه یې بدې ته په بده ځواب ورکاوه، بلکې بخښنه یې کوله او (خلکو ته د هغوی له بدیو) به تېرېده.

[صحيح] [رواه الترمذي وأحمد]

الشرح

د مؤمنانو له مور، عایشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې وویل: د هغه صلی الله علیه وسلم په طبیعت کې نه فحش و، نه بدخويي، نه یې په خبرو او نه کړنو کې بدوالی و، نه به یې له ځانه فحش جوړول او نه به یې قصداً پوچې ویناوې کولې، نه به یې په بازارونو کې غږ لوړاوه او نه به یې بدۍ ته په بدۍ ځواب ورکاوه؛ بلکې د نېکۍ بدله به یې ورکوله، او په زړه کې به یې بخښنه کوله، او په ښکاره به یې له بدیو تېرېدنه کوله.

فوائد الحديث

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوړو اخلاقو بیان او له بدو اخلاقو څخه یې لرې والی.

د ښو اخلاقو پر ترسره کولو او د بدو اخلاقو څخه لرېوالي ته هڅوونه.

د فحش‌ګویۍ او بدو خبرو کولو مذمت.

د خلکو پر وړاندې د غږ لوړولو او چیغو وهلو غندنه.

د بدۍ په مقابل کې د نېکۍ، بخښنې او تېرېدنې ته هڅوونه.

التصنيفات

ستایل شوي أخلاق, د رسول صلی الله عليه وسلم بخښنه