إعدادات العرض
إنَّ المُؤْمِنَ ليُدرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ القَائِمِ». "بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي
إنَّ المُؤْمِنَ ليُدرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ القَائِمِ». "بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «إنَّ المُؤْمِنَ ليُدرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ القَائِمِ». "بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي".
[د شواهدو په اعتبار صحيح دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు မြန်မာ ไทย Deutsch 日本語 অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە Kiswahili தமிழ் دری Fulfulde Magyar ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy Română Kinyarwanda नेपाली Српски Soomaali Moore Українська Български Wolof Azərbaycan ქართული тоҷикӣ bm Македонски አማርኛ Oromoo ភាសាខ្មែរالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې: ښه اخلاق یې خاوند د هغه چا درجې ته رسوي چې په دوامداره توګه د ورځې روژې نیسي او د شپې تهجد کوي او ښه اخلاق په: نیکۍ کولو، ښایسته خبرو، ورین مخ، له نورو څخه په ضرر لرې کولو او له ځان څخه د نورو په ضرر لرې کولو کې رانغاړل شوي دي.فوائد الحديث
د اسلام عظمت او لویي چې د اخلاقو بشپړتیا او تکامل ته پاملرنه کوي.
د ښو اخلاقو فضیلت، تر دې چې بنده د پرلپسې روژه نیوونکي او هغه تهجد کوونکي درجې ته رسوي چې نه ستړی کیږي.
د ورځې روژه او د شپې تهجد کول هغه دوه ستر عملونه دي چې تر سره کول یې په نفس سخت تمامیږي، نو د ښو اخلاقو خاوند دې درجې ته ځکه رسېدلی چې د خپل ځان په وړاندې په غوره اخلاقو سره مبارزه کوي .
التصنيفات
ستایل شوي أخلاق