إعدادات العرض
زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې غوره اخلاق د کمال تر کچې ورسوم
زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې غوره اخلاق د کمال تر کچې ورسوم
له ابوهرېرة رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: "زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې غوره اخلاق د کمال تر کچې ورسوم".
[حسن] [رواه البخاري في الأدب المفرد وأحمد والبيهقي]
الترجمة
العربية Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Bahasa Indonesia Kiswahili Hausa සිංහල English ગુજરાતી Magyar ქართული Română Русский Português ไทย తెలుగు मराठी دری Türkçe አማርኛ বাংলা Kurdî Malagasy Македонски Tagalog ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀ Mooreالشرح
رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله هغه د دې لپاره رالېږلی، تر څو د اخلاقو فضیلتونه او ښېګڼې بشپړې کړي؛ ځکه هغه صلی الله علیه وسلم د پخوانیو پیغمبرانو د (رسالتونو) بشپړوونکی رالېږل شوی، او د عربو د ښو اخلاقو پوره کوونکی، عربان داسې وو چې خیر به یې خوښاوه او له شر څخه به یې کرکه کوله، د مروت، کرم او شهامت خاوندان وو؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې لپاره رالېږل شوی و، تر څو د هغوی په اخلاقو کې شته نیمګړتیاوې بشپړې کړي، لکه په نسبونو افتخار کول، تکبر، فقیر سپک ګڼل او داسې نور.فوائد الحديث
ښو اخلاقو ته هڅوونه، او له بدو اخلاقو منع کول.
په اسلامي شریعت کې د ښو اخلاقو اهمیت بیانول او دا چې دا د اسلام له لومړیتوبونو څخه دي.
د جاهليت د زمانې خلکو ځینې غوره اخلاق درلودل لکه سخاوت، مېړانه، او نور؛ نو اسلام راغی تر څو دا اخلاق بشپړ کړي.
التصنيفات
ستایل شوي أخلاق