إعدادات العرض
إِنَّ اللهَ كَتَبَ الْإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ
إِنَّ اللهَ كَتَبَ الْإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ
له شداد بن اوس - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې: دوه خبرې مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړي دي، وایي: «إِنَّ اللهَ كَتَبَ الْإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ، فَإِذَا قَتَلْتُمْ فَأَحْسِنُوا الْقِتْلَةَ، وَإِذَا ذَبَحْتُمْ فَأَحْسِنُوا الذَّبْحَ، وَلْيُحِدَّ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ، فَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ». «په حقیقت کې الله تعالی په هر څه کې مهرباني فرض کړې ده ، نو کله چې تاسو وژنۍ، په مهربانۍ سره وژل وکړئ، او کله چې تاسو حلاله کوئ، نو په مهربانۍ سره حلاله وکړئ، او که ستاسو څخه یو څوک حلاله کوي نو خپله چاړه دې تېره کړي، او څاروی دې راحت کړي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ Русский Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip සිංහල دری Svenska አማርኛ Čeština Fulfulde ગુજરાતી Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy Nederlands or Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ ไทย O‘zbek Yorùbá Moore नेपाली Oromoo Wolof Soomaali Български Українська Azərbaycan bm ქართული Македонскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی په ټولو شیانو کې نیکي کول فرض کړي دي، او احسان ( نیکي ) : په دوامداره توګه د الله تعالی په عبادت، خلکو ته په خېر رسولو او له مخلوقاتو څخه په ضرر لرې کولو کې د الله تعالی څار دی، لدې جملې څخه په وژلو او حلالولو کې له مهربانۍ څخه کار اخیستل دي. په قصاص اخیستلو کې د وژلو پر مهال نیکي کول: داسې چې د مقتول لپاره تر ټولو اسانه، سپکه او چټکه لاره غوره شي. او په ذبح کې د حلالې پر مهال نیکي کول دا دي چې : د چاړې په تېره کولو سره په څاروي شفقت وشي او د څاروي له مخې چاقو تېره نه شي چې هغه ورته ګوري، او دا چې د نورو څارو د سترګو وړاندې حلال نه شي.فوائد الحديث
په مخلوقاتو باندې د الله تعالی رحمت او مهربانۍ.
په وژلو او حلاله کې نیکي دا ده چې په مشروعه بڼه وشي.
د شريعت کمال او هرې ښېګڼې لره یې شاملېدل، چې له جملې څخه یې پر څاروي شفقت او مهرباني ده.
د یو چا تر وژلو وروسته د هغه (مُثله) ټوټه کول حرام دي.
د هر هغه کار ممانعت چې په هغه کې د څاروي تعذیب کول وي.