إعدادات العرض
بېشکه الله تعالی په هر شي کې احسان (نیکي) فرض کړې ده
بېشکه الله تعالی په هر شي کې احسان (نیکي) فرض کړې ده
ابو یعلى شداد بن اوس رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: "بېشکه الله تعالی په هر شي کې احسان (نیکي) فرض کړې ده، نو که تاسو وژل کوئ، نو په ښه طریقه یې وکړئ، او که تاسو حلاله کوئ، نو په ښه طریقه یې وکړئ، او که ستاسو څخه یو څوک حلاله کوي نو خپله چاړه دې تېره کړي، او څاروی دې راحت کړي".
[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية Español አማርኛ English اردو Indonesia বাংলা Français Türkçe Русский Bosanski සිංහල हिन्दी 中文 فارسی Tiếng Việt Tagalog Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ ไทย Deutsch অসমীয়া Shqip Nederlands ગુજરાતી Кыргызча नेपाली Lietuvių دری Српски тоҷикӣ Kinyarwanda Română Magyar Čeština Moore Malagasy Oromoo ಕನ್ನಡ Wolof Azərbaycan O‘zbek Українська ქართული Македонски ភាសាខ្មែរ Bambara ਪੰਜਾਬੀ मराठी Kirundi Kurmancî Bahasa Melayuالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی په ټولو شیانو کې نیکي کول فرض کړي دي، او احسان ( نیکي ) : په دوامداره توګه د الله تعالی په عبادت، خلکو ته په خېر رسولو او له مخلوقاتو څخه په ضرر لرې کولو کې د الله تعالی څار دی، لدې جملې څخه په وژلو او حلالولو کې له مهربانۍ څخه کار اخیستل دي. په قصاص اخیستلو کې د وژلو پر مهال نیکي کول: داسې چې د مقتول لپاره تر ټولو اسانه، سپکه او چټکه لاره غوره شي. او په ذبح کې د حلالې پر مهال نیکي کول دا دي چې : د چاړې په تېره کولو سره په څاروي شفقت وشي او د څاروي له مخې چاقو تېره نه شي چې هغه ورته ګوري، او دا چې د نورو څاروو د سترګو وړاندې حلال نه شي.فوائد الحديث
په مخلوقاتو باندې د الله تعالی رحمت او مهربانۍ.
په وژلو او حلاله کې نیکي دا ده چې په مشروعه بڼه وشي.
د شريعت کمال او هرې ښېګڼې لره یې شاملېدل، چې له جملې څخه یې پر څاروي شفقت او مهرباني ده.
د یو چا تر وژلو وروسته د هغه (مُثله) ټوټه کول حرام دي.
د هر هغه کار ممانعت چې په هغه کې د څاروي تعذیب کول وي.
