لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللَّعَّانِ وَلاَ الفَاحِشِ وَلاَ البَذِيءِ». "مومن پېغور ورکوونکی، لعنت ویونکی، فُحش ویونکی، او بد ژبی نه وي

لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللَّعَّانِ وَلاَ الفَاحِشِ وَلاَ البَذِيءِ». "مومن پېغور ورکوونکی، لعنت ویونکی، فُحش ویونکی، او بد ژبی نه وي

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللَّعَّانِ وَلاَ الفَاحِشِ وَلاَ البَذِيءِ». "مومن پېغور ورکوونکی، لعنت ویونکی، فُحش ویونکی، او بد ژبی نه وي".

[صحيح] [ترمذی روایت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې پوره ايمان لرونكي مؤمن لره نه ښایي چې د خلکو په نسب کې عیبونه ولټوي او نه دا چې ډېر کنځلې کوونکی او لعنت ویونکی وي او یا بد کاره او یا د پوچې وینا ویونکی وي چې حیا ونه لري.

فوائد الحديث

په شرعي نصوصو کې د ایمان نفي یوازې په حرامه کړنه او یا د واجب په ترک کیږي.

د اندامونو حفاظت او له بدیو څخه یې ساتنه، په ځانګړې توګه ژبه.

سندي رحمه الله فرمايي: په: (الطعّان، واللعّان) کې د مبالغې په صیغه کې پدې دلالت دی چې څوک د طعن او لعنت مستحق وي نو په لږه توګه یې د نسب پورې بد ویل او یا پرې لعنت ویل باک نه لري او دا کار د مؤمنانو ایمان ته زیان نه رسوي.

التصنيفات

ستایل شوي أخلاق, د خبرو کولو او چپ پاتې کیدلو ادبونه