او الله ماته وحی کړی چې تاسو عاجزي وکړئ، تر څو هېڅوک د بل پر وړاندې پر ځان ونه ویاړي او هېڅوک په بل چا تېری ونه کړي

او الله ماته وحی کړی چې تاسو عاجزي وکړئ، تر څو هېڅوک د بل پر وړاندې پر ځان ونه ویاړي او هېڅوک په بل چا تېری ونه کړي

له عیاض بن حِمَار المجاشعي رضي الله عنه څخه روايت دی وایي چې: یوه ورځ رسول الله ﷺ زمونږ په منځ کې خطبه کوونکی ودرید او ویې فرمایل: بیا یې حدیث بیان کړ او پکې یې وفرمایل: «او الله ماته وحی کړی چې تاسو عاجزي وکړئ، تر څو هېڅوک د بل پر وړاندې پر ځان ونه ویاړي او هېڅوک په بل چا تېری ونه کړي».

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

نبي ﷺ د خپلو صحابه‌وو په منځ کې خطبه کوونکی ودرېد او په وینا کې یې وفرمایل: الله ورته وحی کړې چې خلک باید خپلو کې عاجزي وکړي، داسې چې خلکو ته د مهربانۍ وزرې وغوړوي او نرمي غوره کړي، تر څو هېڅوک د نسب، مال یا بل څه له امله پر بل فخر ونه کړي او نه یو پر بل ظلم او تېری وکړي.

فوائد الحديث

په حدیث کې پر عاجزۍ ټینګار شوی او دا چې خلک باید ځان له تکبر څخه وساتي او ځان پر خلکو پورته ونه ګڼي.

له تېري او ویاړ څخه ممانعت.

د الله لپاره عاجزي دوه معناوې لري: لومړئ معنا: چې د الله د دین لپاره عاجزي وکړې، نو د دین پر وړاندې لویي نه کوې او نه ځان د دین د احکامو له عملي کولو لوړ ګڼې؛ دویم: دا چې د الله د بندګانو پر وړاندې د الله لپاره عاجزي وکړې، نه د هغوی له وېرې او نه یې د ګټې په هیله، بلکې یوازې د الله لپاره.

التصنيفات

ستایل شوي اخلاق, د زړونو عملونه