حیا له ایمان څخه ده

حیا له ایمان څخه ده

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلًا يَعِظُ أَخَاهُ فِي الْحَيَاءِ، فَقَالَ: «الْحَيَاءُ مِنَ الْإِيمَانِ». رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېدل چې خپل یو ورور ته د حیا په اړه نصیحت کاوه، نو ورته یې وفرمایل: « حیا له ایمان څخه ده».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېدل چې خپل ورور ته یې نصیحت کاوه تر څو له (زیاتې حیا) یعنې شرم کولو څخه ډډه وکړي! نو - رسول الله صلی الله علیه وسلم - ورته څرګنده کړه چې حیا له ایمان څخه ده، او دا چې پایله یې یوازې خیر دی. او حیا داسې یو صفت دی چې - انسان - ښو کارونو ته اړباسي او له بدو څخه یې منع کوي.

فوائد الحديث

هغه څه چې تا د خیر له کارونو څخه منع کوي حیا نه بلل کیږي، بلکې هغې ته خجالت، بې وزلي، بې زړه توب او بزدلي وایي.

له الله جل جلاله څخه حیاء د اوامرو په عملي کولو او د حرامو په پرېښودلو سره کیږي.

او له خلکو څخه حیاء د هغوی په درناوي او ورته په درنه سترګه کتلو سره کیږي، او له هغه څه څخه په ډډې کولو چې معمولا بد وي.

التصنيفات

ستایل شوي أخلاق