يَسِّرُوا وَلَا تُعَسِّرُوا، وَبَشِّرُوا وَلَا تُنَفِّرُوا». "(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ

يَسِّرُوا وَلَا تُعَسِّرُوا، وَبَشِّرُوا وَلَا تُنَفِّرُوا». "(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «يَسِّرُوا وَلَا تُعَسِّرُوا، وَبَشِّرُوا وَلَا تُنَفِّرُوا». "(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کوي چې په ټولو هغو دیني او دنیوي چارو کې چې الله جل جلاله روا کړي وي د خلکو سره له اسانتیا کار واخلئ او ورته یې مه سختوئ. او ټینګار کوي چې خلکو ته په خیر سره زیری ورکړئ او مه یې زړه توري کوئ.

فوائد الحديث

د مؤمن دنده دا ده چې د الله جل جلاله سره د خلکو مینه پیدا کړي او د خیر کارونو ته یې وهڅوي.

د الله جل جلاله لورې ته بلونکی باید په هوښیارۍ سره وګوري چې څنګه د اسلام دعوت خلکو ته ورسوي.

زیری ورکول د بلونکي سره خوشحالي، اقدام کول او د هغه څه په اړه ډاډ زیږوي چې دی یې خلکو ته وړاندې کوي.

سختي کول د مبلغ د خبرو په اړه کرکه، شاتګ او شکونه راپاروي.

پر بندګانو د الله تعالی د رحمت پراخوالی او دا چې هغه د دوی لپاره د زغم او اسانۍ دین غوره کړی دی.

کومه اساني چې امر پرې شوی؛ هغه ده چې شریعت راوړې ده.

التصنيفات

ستایل شوي أخلاق