إِنَّ اللهَ يُحِبُّ الْعَبْدَ التَّقِيَّ الْغَنِيَّ الْخَفِيَّ». "الله جل جلاله؛ پرهیزګاره، له نورو مستغني او پټ بنده خوښوي

إِنَّ اللهَ يُحِبُّ الْعَبْدَ التَّقِيَّ الْغَنِيَّ الْخَفِيَّ». "الله جل جلاله؛ پرهیزګاره، له نورو مستغني او پټ بنده خوښوي

له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه نه روايت دی چې وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايیل یې: «إِنَّ اللهَ يُحِبُّ الْعَبْدَ التَّقِيَّ الْغَنِيَّ الْخَفِيَّ». "الله جل جلاله؛ پرهیزګاره، له نورو مستغني او پټ بنده خوښوي".

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې الله تعالی له خپلو ځینو بندګانو سره مینه لري. چې د هغوی له جملې څخه یو پرهیزګار دی: هغه چې د الله جل جلاله حکمونه مني او د هغه له منهیاتو ډډه کوي. او غني (له نورو مستغني انسان) خوښوي: هغه چې له خلکو څخه یې ځان په الله جل جلاله مستغني کړی وي، له هغه پرته بل چاته توجه نه اړوي. او پټ بنده خوښوي یعنې: عاجز، د خپل رب عبادت کوونکی، هغه څوک چې په هغه څه بوخت وي چې ګټه ورته لري، دا ورته مهمه نه وي چې څوک یې وپیژني او یا يې په خبرو سره وستایي.

فوائد الحديث

د ځینو هغو صفاتو بیان چې له امله یې له بنده سره د الله جل جلاله مینه پیدا کیږي او هغه عبارت دي له: تقوا، عاجزۍ او په هغه څه باندې له قناعت څخه چې الله تعالی ورته لیکلي وي.

التصنيفات

ستایل شوي أخلاق