إعدادات العرض
أَكْمَلُ الْمُؤْمِنِينَ إِيمَانًا أَحْسَنُهُمْ خُلُقًا، وَخَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِنِسَائِهِمْ».…
أَكْمَلُ الْمُؤْمِنِينَ إِيمَانًا أَحْسَنُهُمْ خُلُقًا، وَخَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِنِسَائِهِمْ». "په مؤمنانو کې تر ټولو د کامل ایمان لرونکي هغه دي چې ښه اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه وي
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَكْمَلُ الْمُؤْمِنِينَ إِيمَانًا أَحْسَنُهُمْ خُلُقًا، وَخَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِنِسَائِهِمْ». "په مؤمنانو کې تر ټولو د کامل ایمان لرونکي هغه دي چې ښه اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه وي".
[حسن]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు မြန်မာ ไทย Deutsch 日本語 অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands සිංහල Kiswahili தமிழ் دری Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy Română Kinyarwanda नेपाली Српски Wolof Soomaali Moore Українська Български Azərbaycan ქართული тоҷикӣ bmالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د ایمان په لحاظ تر ټولو کامل انسان هغه دی چې ښه اخلاق ولري او دا کار په ورین تندي، نیکۍ کولو، ښو خبرو او له نورو څخه په ضرر لرې کولو سره کیږي. او تر ټولو غوره مؤمن هغه دی چې د خپلو مېرمنو لپاره غوره وي، لکه د هغه مېرمن، لوڼې، خویندې او خپلوانې. ځکه چې هغوی د نورو په پرتله زیات حق لري چې ښه سلوک ورسره وشي.فوائد الحديث
د ښو اخلاقو فضیلت او دا چې ښه اخلاق له ایمان څخه دي.
عمل له ایمان څخه دی او ایمان زیاتیږي او کمیږي.
په اسلام کې د ښځو درناوی او له هغوی سره مهرباني کولو ته هڅول.