إعدادات العرض
لَيْسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ، إِنَّمَا الشَّدِيدُ الَّذِي يَمْلِكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الْغَضَبِ».…
لَيْسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ، إِنَّمَا الشَّدِيدُ الَّذِي يَمْلِكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الْغَضَبِ». «پياوړی کس - په غېږ نیولو کې - چپه کوونکی ندی، بلکې پياوړی هغه دی چې د غصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَيْسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ، إِنَّمَا الشَّدِيدُ الَّذِي يَمْلِكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الْغَضَبِ». «پياوړی کس - په غېږ نیولو کې - چپه کوونکی ندی، بلکې پياوړی هغه دی چې د غصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Bahasa Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Français Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் සිංහල မြန်မာ Русский Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە دری Fulfulde Magyar ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių or Română Kinyarwanda Српски O‘zbek Moore नेपाली Oromoo Wolof Soomaali Български Українська Azərbaycan ქართული тоҷикӣ bm Македонски Ελληνικά km አማርኛالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې اصلي ځواک د بدن ځواکمني نده او نه هغه ځواکمن دی چې نور قوي کسان راچپه کړي، بلکې غښتلی او پیاوړی - انسان - هغه څوک دی چې د خپل نفس په وړاندې مبارزه وکړي او د سختې غصې په وخت کې یې کنټرول کړي، ځکه چې دا د دې په خپل ځان د پوره ځواک او په شیطان د غالبېدو دلیل دی.فوائد الحديث
د غصې په وخت کې د زغم او پر نفس د کنټرول فضیلت، او دا یو له هغو نیکو کارونو څخه دی چې اسلام پرې ټینګار کړی دی.
د غصې پر مهال د نفس په وړاندې مبارزه د دښمن پر وړاندې له مبارزې کولو سخته ده.
اسلام د جاهلیت د ځواکمنۍ مفهوم ته په ښو اخلاقو بدلون ورکړی دی، نو تر ټولو ځواکمن انسان هغه دی چې خپل ځان کنټرول کړي.
له غوصې څخه ځان ساتل، ځکه چې زیان یې افرادو او ټولنې ته رسیږي.
التصنيفات
ستایل شوي أخلاق