خو په څه شي درسره بيعت وکړو؟ ویې فرمایل وفرمایل: «عَلَى أَنْ تَعْبُدُوا اللهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَالصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ، وَتُطِيعُوا -وَأَسَرَّ…

خو په څه شي درسره بيعت وکړو؟ ویې فرمایل وفرمایل: «عَلَى أَنْ تَعْبُدُوا اللهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَالصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ، وَتُطِيعُوا -وَأَسَرَّ كَلِمَةً خَفِيَّةً- وَلَا تَسْأَلُوا النَّاسَ شَيْئًا

له ابو مسلم الخولاني څخه روايت دی وایې چې: محبوب امانتدار راته وویل، محبوب ځکه دی چې ماته ګران دی او زما لپاره امانتدار هم دی چې هغه؛ عوف بن مالک الاشجعي رضی الله عنه دی. هغه وفرمایل: مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم نهه، یا اته او یا اوه کسان وو، نو ویې فرمایل: «أَلَا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللهِ؟» «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» دا په داسې حال کې چې موږ ورسره تازه بیعت کړی و، نو موږ وویل: ای د الله جل جلاله رسوله، موږ خو درسره بیعت کړی دی، بیا یې وفرمایل: «أَلَا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللهِ؟» «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» نو موږ وویل: ای د الله رسوله موږ خو له تا سره بیعت کړی دی، بیا یې وفرمایل: «أَلَا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللهِ؟» «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» وایې نو موږ خپل لاسونه وغوړول او ومو وییل: ای د الله جل جلاله رسوله موږ له تا سره بيعت وکړ، خو په څه شي درسره بيعت وکړو؟ ویې فرمایل وفرمایل: «عَلَى أَنْ تَعْبُدُوا اللهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَالصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ، وَتُطِيعُوا -وَأَسَرَّ كَلِمَةً خَفِيَّةً- وَلَا تَسْأَلُوا النَّاسَ شَيْئًا» «په دې چې د الله عبادت به کوئ او هیڅ شرک به پرې نه کوئ او په پنځه وخته لمونځونو او دا چې اطاعت به کوئ - او یو څه یې له ځان سره پټ وویل: - او دا چې د خلکو څخه به د څه شي سوال نه کوئ» او یقینا چې له هغو خلکو څخه مې ځینې ولیدل چې قمچینه به ترې ولویده، نو له هیچا نه یې سوال نه غوښتل چې ورته یې راپورته کړي.

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو شمېر اصحابو سره و، نو درې ځلې یې له هغوی څخه وغوښتل چې له هغه سره بیعت وکړي او د ځینې کارونو ژمنه ورسره وکړي: لومړی: یوازې د یو الله جل جلاله عبادت کول د هغه د اوامرو په منلو او له نواهیو څخه یې په ډډې کولو سره او دا چې د هغه سره به شرک نه کوي. دویم: په شپه او ورځ کې د پنځه وخته لمونځونو ادا کول. دريم: په نیکو کارونو کې د مسلمانانو چارواکو ته غوږ نیول او پيروي یې کول. څلورم: یوازې له الله جل جلاله څخه د خپلو ټولو حاجتونو د پوره کولو غوښتنه او پدې وینا سره رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل غږ ټیټ کړ. او صحابه کرامو رضی الله عنهم چې په څه ورسره بیعت کړی و هغه یې عملي کړل، آن تر دې چې رواي وایي: یقینا چې ما ځینې هغه صحابه ولیدل چې کله به له یو څخه قمچینه ولویده، نو له هیچا یې سوال نه کاوه چې ورته یې راپورته کړي، بلکې خپله به پسې ښکته کېده او راخېستله به یې.

فوائد الحديث

له خلکو څخه د سوال کولو نه ډډه کول او د هر هغه څه نه ځان ساتل چې سوال بلل کیږي، او له خلکو څخه هیڅ تمه نه ساتل اګر که په ډیرو وړو کارونو کې هم وي.

کوم سوال کول چې منع ترې راغلې هغه دی چې د دنیوي چارو پورې اړه ولري، او هغه سوال ترې مراد نه دی چې د علم او دیني چارو په اړه وي.

التصنيفات

د الوهیت توحید