آیا زه ته د هغه کار لپاره ونه لیږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې زه لیږلی وم؟ دا چې هېڅ مجسمه مه پرېږده پرته له دې چې ورانه یې کړې او یا هېڅ لوړ قبر مه پرېږده پرته…

آیا زه ته د هغه کار لپاره ونه لیږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې زه لیږلی وم؟ دا چې هېڅ مجسمه مه پرېږده پرته له دې چې ورانه یې کړې او یا هېڅ لوړ قبر مه پرېږده پرته له دې چې برابر یې کړې

له ابو الهيَّاج الاسدي څخه روایت دی وایي چې: قَالَ لِي ‌عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ: أَلَا أَبْعَثُكَ عَلَى مَا بَعَثَنِي عَلَيْهِ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ أَنْ لَا تَدَعَ تِمْثَالًا إِلَّا طَمَسْتَهُ، وَلَا قَبْرًا مُشْرِفًا إِلَّا سَوَّيْتَهُ. ماته علي بن ابي طالب رضي الله عنه وفرمایل: آیا زه ته د هغه کار لپاره ونه لیږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې زه لیږلی وم؟ دا چې هېڅ مجسمه مه پرېږده پرته له دې چې ورانه یې کړې او یا هېڅ لوړ قبر مه پرېږده پرته له دې چې برابر یې کړې.

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپل اصحاب لېږل تر څو هېڅ "مجسمه" له ورانولو پرته پرې نږدي - او له مجسمې څخه مراد د هر سا لرونکي شي انځور دی؛ هغه که مجسمه ولري او یا د انځور په بڼه وي. او دا چې هېڅ لوړ قبر پرېنږدي پرته لدې چې د ځمکې سره یې برابر کړي او د پاسه ودانۍ پرې ونړوي، او یا یې داسې هوار کړي چې له ځمکې ډېر پورته نه وي، یعنې د یوې لوېشتې په اندازه یې پورته کړي.

فوائد الحديث

د سا لرونکو انځورول ناروا دي؛ ځکه چې د شرک لپاره یوه وسیله ده.

د هغه چا لپاره د لاس په واسطه د منکر د له منځه وړلو مشروعیت چې واک یا وړتیا ولري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر هغه څه په لرې کولو ټینګار درلوده چې د جاهلیت نښې نښانې پکې وې لکه انځورونه، مجسمې او په قبرونو ودانۍ.

التصنيفات

د الوهیت توحید