دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي

دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي

له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: ام سلمې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د حبشې په خاوره کې د ماریا په نوم د یوې کلیسا یادونه وکړه، نو هغې ورته د هغو انځورنو یادونه وکړه چې په کلیسا کې یې لیدلي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أُولَئِكَ قَوْمٌ إِذَا مَاتَ فِيهِمُ الْعَبْدُ الصَّالِحُ، أَوِ الرَّجُلُ الصَّالِحُ، بَنَوْا عَلَى قَبْرِهِ مَسْجِدًا، وَصَوَّرُوا فِيهِ تِلْكَ الصُّوَرَ، أُولَئِكَ شِرَارُ الْخَلْقِ عِنْدَ اللهِ». «دا هغه خلک دي چې کله په دوی کې کوم نیک بنده یا نیک سړی مړ شي نو پر قبر یې جومات جوړوي او بیا پکې هغه تصویرونه انځوروي، «دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

د مؤمنانو مور ام سلمه رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يادونه وکړه، چې کله هغه د حبشي په خاوره کې وه، نو هلته یې د ماريا په نوم يوه کليسا وليده چې مجسمې، نقشې او او انځورونه پکې وو؛ او تعجب یې ورته وکړ! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د دې انځورونو لاملونه بیان کړل؛ ویې فرمایل: دا خلک چې تا یې یادونه وکړه، کله چې پکې یو نیک سړی مړ شي، نو پر قبر یې جومات جوړ کړي او لمونځونه پکې کوي، او دغه انځورونه یې جوړ کړي دي، او دا یې په ډاکه کړه چې د دې کار کوونکی د الله تعالی په نېز بد مخلوق دی؛ ځکه چې دا کار یې د شرک لامل ګرځي.

فوائد الحديث

پر قبرونو د جوماتونو جوړول، هلته لمونځ کول او په جوماتونو کې د مړو ښخولو ممانعت؛ تر څو د شرک لاره بنده شي.

پر قبرونو د جوماتونو جوړول او په هغو کې د انځورونو ایښودل، د یهودانو او نصاراوو کار دی، او څوک چې دا کار کوي د هغوی په شان دی.

د ذی روحه شیانو انځورولو حرمت.

څوک چې په قبر باندې جومات جوړ کړي او په هغه کې انځورونه ځای پر ځای کړي، نو دا د الله تعالی له بدو مخلوقاتو څخه دی.

شریعت د ټولو هغو لارو په بندولو سره چې شرک ته لار هواروي، د توحید د لارې بشپړه ساتنه کوي.

د صالحانو په اړه د مبالغې کولو څخه ممانعت؛ ځکه چې دا په شرک کې د واقع کېدلو یو لامل دی.

التصنيفات

د الوهیت توحید, د جوماتونو آداب