إعدادات العرض
لَا تَقُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ وَشَاءَ فُلَانٌ، وَلَكِنْ قُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ ثُمَّ شَاءَ فُلَانٌ».…
لَا تَقُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ وَشَاءَ فُلَانٌ، وَلَكِنْ قُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ ثُمَّ شَاءَ فُلَانٌ». «داسې مه وايئ چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي، بلکې ووايئ: څه چې الله وغواړي او بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي
له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا تَقُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ وَشَاءَ فُلَانٌ، وَلَكِنْ قُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ ثُمَّ شَاءَ فُلَانٌ». «داسې مه وايئ چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي، بلکې ووايئ: څه چې الله وغواړي او بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Kiswahili Português සිංහල Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Tiếng Việt ไทย অসমীয়া دری Кыргызча or नेपाली Malagasy Kinyarwanda తెలుగు Lietuvių Oromoo Română മലയാളം Nederlands Soomaali Српски Українська Deutsch ಕನ್ನಡ Wolof Moore Shqip ქართული Azərbaycan Magyarالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلي دي چې یو مسلمان په خپلو خبرو کې ووايي چې: «هغه څه چې الله وغواړي او فلانی یې وغواړي هغه کیږي». یا دا چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي؛ ځکه چې د الله تعالی خوښه (مشېئت) او اراده یې مطلقه ده، هېڅوک ورسره په کې شریک نه دی. او په عطف کې د (واو) توري له کارولو څخه داسې انګېرل کیږی چې له الله تعالی سره دې بل څوک شریک او برابر وي. بلکې وایي به: څه چې الله وغواړي، بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي، نو پدې سره به د بنده خوښه د الله جل جلاله د خوښې تابع وګرځوي چې د (او) پر ځای د (بیا) کلمه وکاروي، ځکه بیا د ورپسې معنا ورکوي.فوائد الحديث
د دې وینا حراموالی چې ووایي: "هغه څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې کیږي" او دې ته ورته نورو ویناوو چې په الله جل جلاله پکې په واو سره عطف شوی وي؛ ځکه چې دا په الفاظو او خبرو کې د شرک یوه بڼه ده.
د دې وینا روا والی چې ووایي: "هغه کیږي چې الله یې وغواړي او بیا یې ته وغواړې" او دې ته ورته ویناوو چې په الله تعالی پکې په (بیا) کلمې سره عطف شوی وي، ځکه دلته هغه څه نه انګېرل کیږي چې منع ترې راغلې ده.
الله جل جلاله ته د خوښې (مشیئت) ثبوت، همدا رنګه بنده ته یې ثبوت او دا چې د بنده خوښه د الله جل جلاله د خوښې تابع ده.
د الله تعالی سره په خوښه (مشېئت) کې د مخلوقاتو د شریکولو حراموالی که څه هم په الفاظو کې وي.
که چېرته ویونکی دا عقیده ولري چې د بنده خوښه (مشیئت) د الله تعالی د خوښې په څېر ده یعنې په هر اړخېزوالي او اطلاق کې ورسره برابره ده، یا دا چې بنده خپلواکه خوښه (مشیئت) لري نو دا لوی شرک دی، خو که دا عقیده ولري چې د بنده خوښه د الله تعالی له خوښې (مشیئت) څخه کمه ده؛ نو دا کوچنی شرک دی.
التصنيفات
د الوهیت توحید