د ادم زوی زما څخه انکار وکړ او هغه د دې حق نه درلود او هغه زما سپکاوی وکړ خو هغه د دې حق نه درلود

د ادم زوی زما څخه انکار وکړ او هغه د دې حق نه درلود او هغه زما سپکاوی وکړ خو هغه د دې حق نه درلود

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی: هغه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: «قَالَ اللَّهُ: كَذَّبَنِي ابْنُ آدَمَ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ ذَلِكَ، وَشَتَمَنِي وَلَمْ يَكُنْ لَهُ ذَلِكَ، فَأَمَّا تَكْذِيبُهُ إِيَّايَ فَقَوْلُهُ: لَنْ يُعِيدَنِي، كَمَا بَدَأَنِي، وَلَيْسَ أَوَّلُ الخَلْقِ بِأَهْوَنَ عَلَيَّ مِنْ إِعَادَتِهِ، وَأَمَّا شَتْمُهُ إِيَّايَ فَقَوْلُهُ: اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا وَأَنَا الأَحَدُ الصَّمَدُ، لَمْ أَلِدْ وَلَمْ أُولَدْ، وَلَمْ يَكُنْ لِي كُفْؤًا أَحَدٌ». «اللَّهُ جل جلاله فرمایلي: د ادم زوی زما څخه انکار وکړ او هغه د دې حق نه درلود او هغه زما سپکاوی وکړ خو هغه د دې حق نه درلود، زما څخه انکار د هغه دا وینا ده چې: ما به بیا را ژوندی نه کړي لکه څنګه یې چې په لومړي ځل پيدا کړی وم، حال دا چې زما لپاره هیڅ شی د هغه له بیرته راګرځولو څخه اسانه نه دی، او ماته سپکاوی دهغه دا وینا ده چې: الله تعالی زوی لري، حال دا چې زه یو او بې نیازه یم، نه مې څوک زېږولی او نه له چا زیږیدلی یم، او زما په شان هیڅوک نشته».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په قدسي حدیث کې خبر ورکوي چې الله جل جلاله د مشرکانو او کافرانو په اړه فرمایلي چې هغوی ترې انکار کوي او په نیمګړتیاوو او عیبونو سره یې یادوي، حال دا چې دوی ته دا په کار نه وو. نو له الله څخه یې انکار دا ګمان کول دي چې الله به بیا دوی له مرګ نه وروسته پيدا نه کړي لکه څنګه یې چې په لومړي ځل له نشت څخه پيدا کړي وو، نو الله د هغوی دا خبره پدې سره رد کړه چې د هغه چا لپاره چې په لومړي ځل یې له نشت څخه پيدا کول پيل کړي دي پدې ځواکمن دی چې بیا یې پيدا کړي، بلکې دا کار ورته اسان دی، او که چېرته الله جل جلاله ته دواړه کارونه؛ پيدا کول او بېرته راګرځول اسان وي، نو بیا خو الله جل جلاله پر هر څه قادر دي. او د دوی سپکاوی دا وینا ده چې وایي: الله زوی لري، نو هغوی ته یې ځواب ورکړ چې هغه خو یو دی؛ هغه ذات دی چې په خپلو نومونو، صفتونو او افعالو کې له ټولو کمالاتو سره بې ساری دی، له هر ډول عیب او نېمګړتیا څخه پاک دی، بې نیازه دی چې هیچا ته اړتیا نه لري او هر څوک هغه ته اړتیا لري، نه د چا پلار و، نه د چا زوی و، او نه د هغه سپېڅلي ذات برابر بل څوک شته.

فوائد الحديث

الله جل جلاله ته د بشپړ قدرت ثبوت.

له مرګ نه وروسته د بیا راژوندي کېدلو ثبوت.

د هغه چا د کفر ثبوت چې له بیا راژوندي کېدو انکار کوي او الله جل جلاله ته د زوی نسبت کوي.

الله جل جلاله لره برابر او سیال نشته.

د الله جل جلاله د زغم پراخوالی او کافرانو ته مهلت ورکول چې ښایي توبه وباسی او هغه ته بېرته وروګرځي.

التصنيفات

د أسماء او صفاتو توحید