يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا حِينَ يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الْآخِرُ

يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا حِينَ يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الْآخِرُ

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا حِينَ يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الْآخِرُ، يَقُولُ: «مَنْ يَدْعُونِي فَأَسْتَجِيبَ لَهُ؟ مَنْ يَسْأَلُنِي فَأُعْطِيَهُ؟ مَنْ يَسْتَغْفِرُنِي فَأَغْفِرَ لَهُ؟». «زمونږ پروردګار، تبارک وتعالی، هره شپه په وروستۍ پاتې دریمه برخه کې د دنیا اسمان ته راکوزیږي وایي چې: "څوک شته چې ما راوبلي او زه یې بلنه ومنم؟ څوک شته چې زما څخه سوال وکړي او زه یې ورکړم؟ څوک شته چې بخښنه راڅخه وغواړي او بخښنه ورته وکړم؟"

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې الله جل جلاله هره شپه دشپې په دریمه وروستۍ پاتې برخه کې د دنیا آسمان ته راکوزیږي، خپل بندګان هڅوي چې راویې بلي، ځکه هغه ذات د هغه چا بلنه مني چې راویې بلي، او دې ته یې هڅوي چې خپلې غوښتنې ورڅخه وغواړي، له هغه ذات څخه چې څوک غوښتنه وکړي هغه یې ورکوي، او (خپل بندګان) دې ته رابلي چې د خپلو ګناهونو بخښنه ترې وغواړي، ځکه هغه ذات خپلو مومنو بندګانو ته بخښنه کوي.

فوائد الحديث

د شپې د وروستۍ دریمې برخې فضیلت، او پکې د دعا او بخښنې غوښتلو فضیلت.

د دې حدیث له اورېدلو نه وروسته انسان ته په کار دي چې د دعا د قبلېدو وختونه غنیمت وګڼي.

التصنيفات

د أسماء او صفاتو توحید