الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه او تر ټولو ناخوښ ځایونه بازارونه دي

الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه او تر ټولو ناخوښ ځایونه بازارونه دي

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه او تر ټولو ناخوښ ځایونه بازارونه دي».

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

نبي ﷺ خبر ورکړی چې الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه دي، ځکه چې د عبادت کورونه دي او بنسټ یې پر تقوا شوی دی، او تر ټولو ناخوښ ځایونه ورته بازارونه دي، ځکه چې غالبا د درغلۍ، سود، دروغو قسمونو، ژمنې ماتولو او د الله تعالی له ذکر څخه د بې پروا کېدلو ځایونه دي.

فوائد الحديث

د جوماتونو حرمت او لوړ مقام، ځکه چې دا هغه ودانۍ دي چې د الله نوم پکې ډېر یادېږي.

د الله تعالی محبت او خوښۍ ترلاسه کولو لپاره جوماتونو ته په دوامداره حاضرېدو او زیات ورتګ ټینګار، او بازارونو ته یوازې د اړتیا پر مهال ورتګ، تر څو په ګناه کې د واقع کېدو څخه وژغورل شي.

النووي وایي: جوماتونه د رحمت د نازلیدو ځایونه دي او بازارونه د هغې برعکس دي.

التصنيفات

د اسماء او صفاتو توحید, د جوماتونو آداب