?هلك المُتَنَطِّعُون

?هلك المُتَنَطِّعُون

له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «هلك المُتَنَطِّعُون» قالها ثلاثًا. «تشدد کوونکي هلاک شول» درې ځلې یې وویل.

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه افراطیانو د مایوسۍ او زیان په اړه خبر ورکوي چې له هدایت او علم پرته افراطیت کوي، او دا چې دوی په دنیا او آخرت، ویناوو او کړنو کې له شرعي حدودو څخه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی دی اوړیدلي دي.

فوائد الحديث

په ټولو چارو کې د افراط او تکلف ممانعت، او په هر څه کې ترې پر ځان ساتلو ټینګار؛ په ځانګړې توګه په عباداتو او نېکانو ته په درناوي کې.

په عبادت او نورو شیانو کې د کمال غوښتنه د ستاینې وړ ده؛ او دا د شریعت په پيروۍ سره کیږي.

د مهمې خبرې تصدیقول اړین دي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا جمله درې ځلې تکرار کړه.

د اسلام مراعت او آسانتیا.

التصنيفات

د الوهیت توحید