إعدادات العرض
لَا عَدْوَى، وَلَا طِيَرَةَ، وَيُعْجِبُنِي الْفَأْلُ» قَالَ قِيلَ: وَمَا الْفَأْلُ؟ قَالَ: «الْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ».…
لَا عَدْوَى، وَلَا طِيَرَةَ، وَيُعْجِبُنِي الْفَأْلُ» قَالَ قِيلَ: وَمَا الْفَأْلُ؟ قَالَ: «الْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ». «نه د ناروغۍ لېږد شته، نه بد فال نیونه او (نیک) فال نیول مې خوښيږي، هغوی وويل فال څه شی دی؟ ویې فرمایل: «نېکه وینا
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا عَدْوَى، وَلَا طِيَرَةَ، وَيُعْجِبُنِي الْفَأْلُ» قَالَ قِيلَ: وَمَا الْفَأْلُ؟ قَالَ: «الْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ». «نه د ناروغۍ لېږد شته، نه بد فال نیونه او (نیک) فال نیول مې خوښيږي، هغوی وويل فال څه شی دی؟ ویې فرمایل: «نېکه وینا».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Bahasa Indonesia Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog Français ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Kiswahili Português සිංහල Русский Svenska ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Tiếng Việt অসমীয়া دری Malagasy or Čeština नेपाली Oromoo Română Nederlands Soomaali తెలుగు Српски ไทย മലയാളം Kinyarwanda Кыргызча ಕನ್ನಡ Wolof Magyar ქართული Mooreالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د جاهلیت د وخت د خلکو هغه باور باطل دی چې ګمان به یې کاوه ساري ناروغي په خپله بل چا ته د الله جل جلاله له ارادې پرته لېږدول کېږي. او دا چې بد فال نیونه باطل عمل دی چې هغه عبارت دی لدې څخه چې څوک یو څه واوري یا یې وګوري لکه کوم الوتونکی مرغه، یا ژوی او یا مصیبت ځپلي، یا شمیرې، یا ورځې او داسې نور او په هغه پورې بد فالي ونېسي، خو له الوتونکي مرغه یې ځکه یادونه وکړه چې د جاهلیت پر مهال مشهور و، په اصل کې به چې کله هغوی په کوم کار پیل کاوه لکه سفر، سوداګري او داسې نور، نو مرغه به یې خوشې کړ، که چېرته به ښي لور ته والوت نو نیک فال به یې ونیوه او خپل کار پسې به روان شو، او که چېرته به چپ لورې ته والوت نو بد فال به یې ونیوه او له خپل کار څخه به لاس په سر شو. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې نېک فال نیونه یې خوښیږي او نیک فال هغه خوښي او خوشحالي ده چې یو چاته ته له نېکې وینا اورېدلو وروسته پيدا کیږي او له امله یې په خپل رب ښه ګمان کوي.فوائد الحديث
په الله جل جلاله توکل کول او دا چې له الله پرته بل څوک خېر نه رسوي او نه له الله پرته بل څوک د بدۍ مخه نیولی شي.
د بدفالۍ ممانعت، چې هغه بدبیني ده او د کار کولو مخنیوی کوي.
نیک فالي هغه بدبیني نده چې منع ترې راغلې، بلکې هغه په الله جل جلاله نېک ګمان کول دي.
هر څه د الله جل جلاله په تقدیر کیږي، هغه ذات چې شریک نه لري.
التصنيفات
د الوهیت توحید