یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي…

یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی

له معاذ بن جبل - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي: كُنْتُ رِدْفَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى حِمَارٍ يُقَالُ لَهُ عُفَيْرٌ، فَقَالَ: «يَا مُعَاذُ، هَلْ تَدْرِي حَقَّ اللَّهِ عَلَى عِبَادِهِ، وَمَا حَقُّ العِبَادِ عَلَى اللَّهِ؟»، قُلْتُ: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «فَإِنَّ حَقَّ اللَّهِ عَلَى العِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَحَقَّ العِبَادِ عَلَى اللَّهِ أَنْ لا يُعَذِّبَ مَنْ لا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا»، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَلاَ أُبَشِّرُ بِهِ النَّاسَ؟ قَالَ: «لا تُبَشِّرْهُمْ، فَيَتَّكِلُوا». زه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم پسې شاته په هغه خره سپور وم چې عفیر بلل کېده، نو ویې فرمایل: اې معاذه! آیا په بنده ګانو باندې د الله تعالی په حق پوهیږې، او دا چې بندګان په الله تعالی څه حق لري؟ ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: « یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی» نو ما وویل: اې د الله رسوله، آیا خلکو ته زیری ورنه کړم؟ هغه وفرمایل: نه، زیری مه ورکوه چې بیا به په همدې خبره تکیه وکړي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی حق پر بنده ګانو او د بندګانو حق پر الله تعالی باندې بیانوي، او دا چې د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې یوازې د هغه عبادت وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي. او دا چې د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه موحدینو ته عذاب ورنه کړي چې د هغه سره یې هیڅ شی نه شریکوي. بیا معاذ وویل: اې د الله رسوله! آیا خلکو ته - پدې خبره - زیری ورنه کړم تر څو خوشحاله شي او - د الله تعالی پدې فضل باندې - یو بل ته زیری ورکړي؟ نو پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - لدې ویرې منع کړ چې خلک به په همدې تکیه وکړي.

فوائد الحديث

د الله تعالی د حق بیان دی چې په خپلو بندګانو یې لازم ګرځولی دی، چې د هغه عبادت وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي.

د بنده ګانو د حق بیان چې الله تعالی د فضل او نعمت له مخې د خپلو بندګانو لپاره پر ځان لازم ګرځولی دا دی چې دوی جنت ته داخل کړي او عذاب ورنه کړي.

پدې کې د هغو موحدینو لپاره لوی زیری دی چې د الله تعالی سره هیڅ شی نه شریکوي؛ چې پایله یې جنت ته داخلېدل دي.

معاذ - دا حدیث - خلکو ته له مرګ نه مخکې بیان کړ؛ لدې وېرې چې د علم په پټولو سره ګناهکار نه شي.

په ځینو خلکو کې د ځینو حدیثونو د نه خپرولو په اړه خبرداری چې په معنا یې نه پوهیږي، په ځانګړي توګه هغه حدیثونه چې عملي بڼه و نه لري او یا د شریعت حد پکې نه وي.

د موحدینو ګناهکاران د الله تعالی تر ارادې لاندې دي، که وغواړي، سزا به ورکړي او که وغواړي بخښنه به ورته وکړي، بیا به د دوی برخلیک به د جنت لوري ته وي.

التصنيفات

د الوهیت توحید, د الوهیت توحید, د توحید فضیلت, د توحید فضیلت