إعدادات العرض
1- مسلمان ته هيڅ ډول لوږه، ناروغي، اندیښنه، خفګان، تکليف او غم حتی يوه اغزی چې خوږ يې کړي نه رسیږي مګر دا چې الله تعالی یې د هغه د ګناهونو کفاره ګرځوي.
2- هیڅ یو بنده د زړه په تصدیق سره د دې - خبرې - ګواهي نه ورکوي چې: له الله پرته په حقه بل مستحق د عبادت نشته، او دا چې محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله بنده او رسول دی، مګر دا چې الله به یې پر اور حرام کړي.
3- یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی
4- څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي
5- ?إِنَّ اللهَ سَيُخَلِّصُ رَجُلًا مِنْ أُمَّتِي عَلَى رُءُوسِ الْخَلَائِقِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ
6- اې د الله رسوله! هیڅ وړه او لویه ګناه مې نده پریښې مګر دا چې کړې مې ده، هغه وفرمایل: آیا ته ګواهي نه ورکوې چې په حقه د عبادت لایق نشته مګر یوازې یو الله دی او پدې چې محمد د الله رسول دی؟
7- ?الْأَعْمَالُ سِتَّةٌ، وَالنَّاسُ أَرْبَعَةٌ، فَمُوجِبَتَانِ، وَمِثْلٌ بِمِثْلٍ، وَحَسَنَةٌ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، وَحَسَنَةٌ بِسَبْعِ مِائَةٍ
8- (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) ووایه، زه به درته د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ ګواهي ورکړم