إعدادات العرض
مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلَا وَصَبٍ وَلَا هَمٍّ وَلَا حُزْنٍ وَلَا أَذًى وَلَا غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا مِنْ…
مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلَا وَصَبٍ وَلَا هَمٍّ وَلَا حُزْنٍ وَلَا أَذًى وَلَا غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ». «هېڅ مسلمان ته ستوماني او رنځ، هېڅ غم او خفګان، هېڅ ضرر او غم نه رسیږي آن تر دې چې یو اغزی چې کله یې په پښه کې لاړ شي، مګر دا چې الله جل جلاله به یې ورته د ځینې ګناهونو کفاره وګرځوي
ابو سعید الخدری او ابوهریرة رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې فرمایلي یې دي: «مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلَا وَصَبٍ وَلَا هَمٍّ وَلَا حُزْنٍ وَلَا أَذًى وَلَا غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ». «هېڅ مسلمان ته ستوماني او رنځ، هېڅ غم او خفګان، هېڅ ضرر او غم نه رسیږي آن تر دې چې یو اغزی چې کله یې په پښه کې لاړ شي، مګر دا چې الله جل جلاله به یې ورته د ځینې ګناهونو کفاره وګرځوي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം မြန်မာ Deutsch 日本語 অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá తెలుగు Kiswahili தமிழ் ไทย دری Кыргызча or Kinyarwanda नेपाली Română Malagasy Lietuvių Oromoo Nederlands Soomaali Српски Українська ಕನ್ನಡ Wolof Moore ქართული Azərbaycan Magyar Македонскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې مسلمان ته چې کومې ناروغۍ، غمونه، خفګانونه، کړاوونه، مصیبتونه، سختۍ، وېره او لوږه رسیږي، تر دې چې که یو اغزی یې په پښو کې لاړ شي او ویې دردوي، نو دا ټول به یې د ګناهونو لپاره کفاره شي او ګناهونه به ترې توې شي.فوائد الحديث
پر مومنو بندګانو باندې د الله جل جلاله د فضل او رحمت بیانول چې په یو کوچني ضرر سره چې هغوی ته رسیږي؛ ګناهونه یې ورته بښل کیږي.
مسلمان ته په کار دی چې هر څه ورته رسیږي اجر یې له الله جل جلاله څخه وغواړي، او په هره وړه او غټه صبر وکړي، تر څو یې د درجو د لوړېدلو او د ګناهونو د کفارې لامل شي.
التصنيفات
د توحید فضیلت