إعدادات العرض
اې د الله رسوله! هیڅ وړه او لویه ګناه مې نده پریښې مګر دا چې کړې مې ده، هغه وفرمایل: آیا ته ګواهي نه ورکوې چې په حقه د عبادت لایق نشته مګر یوازې یو الله دی او پدې چې محمد…
اې د الله رسوله! هیڅ وړه او لویه ګناه مې نده پریښې مګر دا چې کړې مې ده، هغه وفرمایل: آیا ته ګواهي نه ورکوې چې په حقه د عبادت لایق نشته مګر یوازې یو الله دی او پدې چې محمد د الله رسول دی؟
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، مَا تَرَكْتُ حَاجَّةً وَلَا دَاجَّةً إِلَّا قَدْ أَتَيْتُ، قَالَ: «أَلَيْسَ تَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ؟» ثَلَاثَ مَرَّاتٍ. قَالَ: نَعَمْ، قَالَ: «فَإِنَّ ذَلِكَ يَأْتِي عَلَى ذَلِكَ». یو سړی نبي صلی الله علیه وسلم ته راغي نو ویې ویل: اې د الله رسوله! هیڅ وړه او لویه ګناه مې نده پریښې مګر دا چې کړې مې ده، هغه وفرمایل: آیا ته ګواهي نه ورکوې چې په حقه د عبادت لایق نشته مګر یوازې یو الله دی او پدې چې محمد د الله رسول دی؟» درې ځلې. هغه وویل: هو: نو ویې فرمایل: یقینا چې دا په هغې سره له منځه ځي یعنې بخښل کیږي».
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી Yorùbá Nederlands اردو Español Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe Bosanski සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Kurdî Hausa മലയാളം తెలుగు Kiswahili অসমীয়া Shqip دری Ελληνικά Български Fulfulde ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių or Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ O‘zbek नेपाली Moore Oromoo Wolof Soomaali Tagalog Français Azərbaycan Українська bm தமிழ் Deutsch ქართული Português Македонски Magyar فارسی Русский 中文 yao km Malagasyالشرح
یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، ویې ویل: اې د الله رسوله! ما ټول ګناهونه او خطاګانې کړي دي، او هیڅ وړه او غټه ګناه مې نده پریښې مګر دا چې کړې مې ده، نو آیا ماته بخښنه کیږي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: آیا ته پدې ګواهي نه ورکوي چې له الله تعالی پرته په حقه بل معبود نشته او پدې چې محمد د الله رسول دی؟ درې ځلې یې ورته تکرار کړه، نو هغه جواب ورکړ چې : هو؛ ګواهي ورکوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادتینو په فضیلت خبر کړ او دا چې د ګناهونو لپاره کفاره دي، او دا چې په توبې سره مخکني ټول ګناهونه بخښل کیږي.فوائد الحديث
د دواړو شهادتونو عظمت او په ګناهونو باندې د هغې غالبیت د هغه چا لپاره دي چې د زړه له کومي یې ووایي.
اسلام له انسان څخه ټول مخکني ګناهونه رژوي.
ریښتیني توبه ټول مخکني ګناهونه له منځه وړي.
په تعلیم کې تکرار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه ده.
د دوو شهادتونو فضیلت، او دا چې شهادتین په اور کې د تل پاتې کېدو څخه د ژغورني لپاره د خلاصون سبب دی.
التصنيفات
د توحید فضیلت