إعدادات العرض
إِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ».…
إِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ». "الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ». "الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە සිංහල ไทย دری Fulfulde Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy or Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ O‘zbek Moore नेपाली Oromoo Wolof Soomaali Български Українська Azərbaycan bm ქართული Македонскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې الله تعالی د خپلو بندګانو شکلونو او جسدونو ته نه ګوري چې آیا ښکلي دي که بدرنګه؟ ایا هغه لوی دي که کوچني؟ یا هغه روغ دي که ناروغه؟ او نه د هغوی مالونو ته ګوري چې ډیر دي او که لږ؟ الله جل جلاله خپل بندګان پدې نه نیسي او نه ورسره پدې شیانو حساب کوي چې دوی پکې یو له بل سره توپیر لري، مګر هغه د دوی زړونو ته ګوري او هغه څه چې د دوی په زړونو کې له تقوا، یقین، صداقت، او اخلاص څخه دي او یا له ځان ښودنې او شهرت څخه او هغه د دوی عملونو ته د سمون او فساد له نظره ګوري؛ نو ثواب او یا جزا پرې ورکوي.فوائد الحديث
د زړه اصلاح ته پاملرنه او له هره ناوړه صفت څخه یې پاکوالی.
د زړه اصلاح په اخلاص سره کیږي او د عمل اصلاح د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیروۍ سره کیږي، او همدا دواړه - معیارونه - د الله تعالی په نېز د اعتبار وړ دي.
انسان باید په مال، ښایست، بدن او یا د دې نړۍ په هره ډول ښکلا مغرور نه شي.
په ظاهري اصلاح له تکیه کولو څخه ځان ساتل پرته لدې چې باطن اصلاح کړي.