الله دې یهود او نصارا لعنت کړي، هغوی د خپلو پیغمبرانو له قبرونو جوماتونه جوړل کړل

الله دې یهود او نصارا لعنت کړي، هغوی د خپلو پیغمبرانو له قبرونو جوماتونه جوړل کړل

له عایشة رضي الله عنها؛ د مؤمنانو مور روایت کوي وایي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې ناروغۍ په حالت کې چې ترې روغ نه شو (یعني په هماغه ناروغۍ کې وفات شو)، وفرمایل: «الله دې یهود او نصارا لعنت کړي، هغوی د خپلو پیغمبرانو له قبرونو جوماتونه جوړل کړل» عایشه رضي الله عنها وايي: که دا خبره نه وای (یعني دا منع او خبرداری)، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر به ښکاره شوی وای، خو دا وېره پېدا شوه چې جومات ترې جوړ نه شي.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

عایشه رضي الله عنها، د مؤمنانو مور، روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلې وروستۍ سختې ناروغۍ په حالت کې، چې پکې وفات شو، وفرمایل: «الله دې یهود او نصارا لعنت کړي او له خپل رحمته دې وشړي؛ ځکه هغوی د خپلو پیغمبرانو قبرونه جوماتونه وګرځول» — یعنې یا یې پر قبرونو مسجدونه جوړاوه، یا یې د قبرونو پر لور لمونځ کاوه، یا یې د قبرونو ترڅنګ لمونځ کاوه. بیا عایشې رضي الله عنها وویل: که د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لورې دا منع او خبرداری نه و راغلی، او صحابه له دې نه وو وېرېدلي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له قبر سره به هماغسې چلند وشي لکه څنګه چې یهودو او نصاراوو د خپلو پیغمبرانو له قبرونو سره کړی، نو د هغه قبر به بارز او ښکاره کړای شوی و.

فوائد الحديث

دا د هغه له وروستیو وصیتونو څخه دی، چې د دې خبرې پر اهمیت او پاملرنې دلالت کوي.

په قبرونو د جوماتونو جوړولو، او له جنازې پرته د لمونځ لپاره د قبرونو قصد کولو په اړه سخت ممانعت او شدید تحریم راغلی دی؛ ځکه دا کار د مړي تعظیم ته لاره هواروي، لکه د هغه له قبر څخه طواف کول، د قبر له دیوالونو سره ځان مږل، او د مړي په نوم غږ کول چې دا ټول د شرک له اعمالو او وسایلو څخه دي.

توحید ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم کلکه پاملرنه او لدې وېره چې د قبرونو تعظیم وشي، ځکه چې دا کار شرک ته لار هواروي.

الله تعالی خپل نبي صلی الله عليه وسلم له دې څخه وساته چې د هغه پر قبر شرک وشي، نو الله تعالی صحابه کرام او وروسته راتلونکو ته الهام ورکړ چې د هغه قبر له سپړلو وساتي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وصیت د صحابه کرامو رضي الله عنهم عمل او توحید ته د دوی پاملرنه او پرې ټینګار.

د یهودو او نصاراوو سره له مشابهت کولو نه سخت ممانعت، او دا چې په قبرونو ودانۍ جوړول د هغوی له عادتونو څخه دي.

له قبرونو څخه د جوماتونو جوړولو یوه بڼه دا ده چې تر څنګه یې لمونځ وشي او یا د لمانځه پر مهال ورته مخ شي، که څه هم جومات نه وي جوړ شوی.

التصنيفات

د الوهیت توحید, قبرونو ته ورتلل