أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّ اللهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّبًا، وَإِنَّ اللهَ أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ

أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّ اللهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّبًا، وَإِنَّ اللهَ أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّ اللهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّبًا، وَإِنَّ اللهَ أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ، فَقَالَ: {يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا، إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ} [المؤمنون: 51] وَقَالَ: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ} [البقرة: 172] ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ أَشْعَثَ أَغْبَرَ، يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ: يَا رَبِّ، يَا رَبِّ، وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ، وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ، وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ، وَغُذِيَ بِالْحَرَامِ، فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ؟». «اې خلکو! الله پاک دی او له پاکۍ پرته بل څه نه قبلوي، او الله تعالی مومنانو ته د هغه څه امر کړی چې رسولانو ته یې امر کړی و، نو فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا، إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ} یعنې: (اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو خورئ او نېک عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم.[المؤمنون: 51] او فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ} [البقرة: 172] یعنې: اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي. بیا یې د داسې یو سړي یادونه وکړه چې اوږد سفر یې کړی وي، سر یې ببر وي او په ګردونو ککړ وي، د اسمان لور ته لاسونه پورته کړي او ووایي چې اې ربه! اې ربه! په داسې حال کې چې خوراک یې حرام وي، څښاک یې حرام وي، لباس یې حرام وي او په حرامو تغذیه شوی وي، نو څنګه به یې دعا قبوله شي!

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله پاک، ستایل شوی او له هر ډول نېمګړتیاوو او عیبونو څخه پاک او په کمالاتو سره یاد شوی دی، او الله جل جلاله له عملونو، ویناوو او عقایدو څخه یوازې هغه قبلوي چې پاک وي، کوم چې خاص د هغه لپاره وي، د هغه د پېغمبر د لارښوونو سره برابر وي، او نه ښایي چې له هغه پرته الله تعالی ته پر بل څه سره څوک نږدې شي، او تر ټولو ستر لامل چې په هغه سره د مؤمن عملونه پاکیزه کیږي، هغه پاک او حلال خواړه دي، چې په دې سره یې عمل پاکیږي. له دې امله الله تعالی مومنانو ته پر هغه څه امر کړی چې پېغمبرانو ته یې پرې کړی و، چې هغه حلال خواړه او نېک عملونه دي، الله تعالی فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا، إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ} «اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو خورئ او نېک عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم». او فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ}. یعنې: «اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړی دی! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي». بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د حرامو خوړلو په اړه خبرداری ورکړ، کوم چې عمل فاسدوي او د قبلېدو مخه یې نیسي، که څه هم د قبلېدو لپاره یې څومره ظاهري اسباب وکاروي لکه: لومړی: د طاعت په مقصد د سفر اوږدول لکه حج، جهاد، کورنۍ اړیکې پالل او داسې نور. دوهم: ګډوډ وېښتان چې ګمنځ شوي نه وي، د ځان او کالیو رنګ یې خړپړ کېدل او په خاورو ککړېدل، هغه څه چې د ده پر اړمنتیا دلالت کوي. دریم: د اسمان لور ته په دعا سره لاسونه پورته کوي. څلورم: الله تعالی ته د هغه نومونه وسیله کوي او زیات ټېنګار کوي لکه چې وایې: اې ربه! اې ربه! سره له دې ټولو اسبابو یې بیا هم دعا نه اورېدل کیږي؛ ځکه چې خوراک، څښاک او لباس یې حرام دی او په حرامو سره خوراک ورکول شوی دی، نو لرې ده چې د دا ډول صفت لرونکو دعا قبوله شي، او څنګه به یې دعا قبوله شي؟!

فوائد الحديث

په ذات، صفتونو، افعالو او احکامو کې د الله جل جلاله کمال او بشپړتیا.

الله جل جلاله ته د عمل پر اخلاص او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په پیروي امر.

د هغه څه کارول چې عمل ته پرې هڅول کیږي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایلي: "الله تعالی مومنانو ته پر هغه څه امر کړی چې پېغمبرانو ته یې پرې کړی دی"، نو کله چې مؤمن پوه شي چې په دې کار پېغمبرانو ته امر شوی، نو هغه په دې سره پیاوړی کیږي او اطاعت ته هڅول کیږي.

حرام خوړل د دعا د قبلېدو له موانعو څخه یو دی.

د دعا د قبلېدلو له اسبابو څخه پنځه اسباب: یو یې: د سفر اوږدوالی؛ په کوم سره چې په انسان کې عاجزي پیدا کیږي او عاجزي د قبلېدو له سترو لاملونو څخه یو دی، دویم: د اړتیا حالت (اضطرار)، دریم: د آسمان لور ته لاسونه پورته کول، څلورم: پر الله جل جلاله د هغه د ربوبیت په یادولو سره ټینګار کول چې دعا قبوله کړي او دا هم یو له هغو سترو اسبابو څخه یو دی چې د دعا قبلېدل پرې غوښتل کیږي، پنځم: پاکیزه خوراک او څښاک.

د حلال او پاکیزه خوراک خوړل د نیکو عملونو په کولو کې مرسته کوي.

قاضي ویلي: پاک د پلیت او ناپاک ضد دی، نو کله چې پرې الله تعالی څوک یاد کړي موخه ترې دا وي چې هغه ذات له هر ډول نیمګړتیاوو او آفتونو څخه پاک دی، او کله چې پرې بنده په مطلق ډول یاد شي نو موخه ترې دا وي چې له ناوړه اخلاقو او عملونو څخه پاک دی او پر ضد یې موصوف دی او کله چې پرې مال یاد شي نو موخه ترې حلال او غوره مال وي.

التصنيفات

د أسماء او صفاتو توحید, د دعا د قبلیدلو او نه قبلیدلو لاملونه