إعدادات العرض
په یهودو او نصاراو دې د الله لعنت وي چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې د عبادت ځایونه ګرځولي
په یهودو او نصاراو دې د الله لعنت وي چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې د عبادت ځایونه ګرځولي
له عائشې او عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی (دواړو) ویلي: کله چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم - د مرګ حالات- راغلل، نو خپل مخ یې په خپل یو څادر سره پټ کړ، کله به چې پرې سختي راغله نو لرې به یې کړ، بیا یې پدې حال کې وویل: «لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى اليَهُودِ وَالنَّصَارَى، اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ» «په یهودو او نصاراو دې د الله لعنت وي چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې د عبادت ځایونه ګرځولي» د هغوی د کړنو په اړه یې خلکو ته خبرداری ورکاوه.
الترجمة
العربية Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog বাংলা Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் සිංහල မြန်မာ Русский Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە ไทย دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली Malagasy Italiano or ಕನ್ನಡ Oromoo Română Soomaali Српски Wolof Українська Moore Azərbaycan ქართული Magyar mrالشرح
عائشه او ابن عباس رضي الله عنهما خبر راکوي چې کله پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته مرګ راغی نو خپل مخ یې په یوې ټوټې (ټوکر) سره پټ کړ، نو کله به یې چې د مرګ د سختیو له امله ساه تنګه شوه بیا به یې لرې کړه، نو پدې سختو حالاتو کې یې وویل: په یهودو او نصاراو دې د الله لعنت وي او هغوی دې له خپل رحمت څخه وشړي؛ ځکه چې هغوی د خپلو پيغمبرانو په قبرونو جوماتونه جوړ کړل، او که چېرته دې کار خطر نه درلودی نو هېڅکله به یې پداسې سختو حالاتو کې د دې خبرې یادونه نه وی کړی، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت د دې کار په څېر له کولو څخه منع کړی دی، ځکه چې دا د یهودو او نصاراو عمل دی، او ځکه چې دا عمل شرک ته د رسېدو لار ده.فوائد الحديث
د انبياوو او صالحانو له قبرونو څخه د عبادت ځایونو جوړولو ممانعت چې د الله لپاره پکې لمونځ وشي، ځکه چې دا کار د شرک لپاره وسیله ده.
توحید ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم کلکه پاملرنه او لدې وېره چې د قبرونو تعظیم وشي، ځکه چې دا کار شرک ته لار جوړوي.
په يهودانو او نصاراوو او هغو کسانو د لعنت ويلو جواز چې په قبرونو ودانۍ جوړوي او عبادت ځایونه یې ګرځوي.
په قبرونو ودانۍ جوړول د یهودو او نصاراوو له طریقو څخه دي، او په حدیث کې هغوی سره له ورته والي منع راغلې ده.
له قبرونو څخه د جوماتونو جوړولو یوه بڼه دا ده چې تر څنګه یې لمونځ وشي او یا د لمانځه پر مهال ورته مخ شي، که څه هم جومات نه وي جوړ شوی.
التصنيفات
د الوهیت توحید