إعدادات العرض
الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي
الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي ، او کافر ته په هغې نيکۍ سره خواړه ورکوي چې په دې دنيا کې يې د الله لپاره کړي وي، تر دې چې کله آخرت ته لاړ شي، نو داسې کوم نیک عمل به نه لري چې بدله یې ورکړل شي».
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી Yorùbá Nederlands اردو Español Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Bosanski සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa മലയാളം తెలుగు Kiswahili অসমীয়া Shqip دری Ελληνικά Български Fulfulde ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių or Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ O‘zbek नेपाली Moore Kurdî Wolof Soomaali Français Tagalog Azərbaycan Українська Bambara தமிழ் Deutsch ქართული Português Македонски Magyar فارسی Русский 中文 ភាសាខ្មែរ አማርኛ Malagasy Oromoo ไทย मराठी ਪੰਜਾਬੀ Türkçe Lingala Italiano daالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم په مومنانو باندې د الله تعالی فضل او کافرانو سره د هغه د عدالت لویي څرګندوي. د مؤمن لپاره د هغه د نیک عمل اجر نه کمیږي؛ بلکي هغه ته په دنيا کې هم د هغه د اطاعت په بدل کې نيکي ورکول کيږي، د هغې بدلې سربېره چې په آخرت کې ورته ذخیره کیږي؛ او کېدای شي چې ټوله بدله ورته د آخرت لپاره وساتل شي. او کافر چې دی، نو هغه ته الله تعالی په دنیا کې د هغه د نېکو اعمالو په بدل کې بدله ورکوي، تر دې چې کله آخرت ته لاړ شي نو ثواب به نه لري چې بدله یې ورکړل شي؛ ځکه هغه نېک عمل چې خاوند ته یې په دنیا او آخرت کې ګټه رسوي شرط یې دا دی چې کوونکی به یې مؤمن وي.فوائد الحديث
دا چې څوک په کفر مړ شو نو عمل یې ورته ګټه نه رسوي.