إِنَّ اللهَ لَيُمْلِي لِلظَّالِمِ، حَتَّى إِذَا أَخَذَهُ لَمْ يُفْلِتْهُ

إِنَّ اللهَ لَيُمْلِي لِلظَّالِمِ، حَتَّى إِذَا أَخَذَهُ لَمْ يُفْلِتْهُ

له ابو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ اللهَ لَيُمْلِي لِلظَّالِمِ، حَتَّى إِذَا أَخَذَهُ لَمْ يُفْلِتْهُ» قَالَ: ثُمَّ قَرَأَ: «{وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ}[هود: 102]» «بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي» بیا یې (دا آیت) ولوست: {وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ} [هود: 102]» «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ګناه، شرک او د خلکو سره د هغوی په حقونو کې په دوامداره توګه له ظلم کولو څخه خبرداری ورکوي، چې یقینا الله جل جلاله ظالم ته مهلت ورکوي، ځنډوي یې، عمر یې اوږدوي او مال یې زیاتوي، نو په سزا ورکولو کې یې بیړه نه کوي، که چېرته یې توبه ونه کړه بیا یې رانیسي او نه یې خوشي کوي او د هغه د ډېر ظلم له مله یې نه پرېږدي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {وكذلك أخذ ربك إذا أخذ القرى وهي ظالمة إن أخذه أليم شديد} [هود: 102]، «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».

فوائد الحديث

هوښیار سړی باید په توبې وېستلو کې ګړندی اوسي، او کله چې ظلم کوي نو د الله تعالی له مکر څخه دې نه بې پروا کیږي.

الله جل جلاله ظالمانو ته مهلت ورکوي او هغوی ته په عذاب ورکولو کې بیړه نه کوي، بلکې په تدریج سره یې رانیسي او کله چې توبه ونه کړي نو بیا یې عذاب دوه چنده کوي.

ظلم کول؛ په امتونو باندې د الله جل جلاله د عذاب یو لامل دی.

كله چې الله جل جلاله يو كلى تباه كوي، نو كېداى شي چې نېکان خلک هم پکې وي، نو دوى به د قيامت ورځ له هغه نیک عمل سره راپورته کیږي چې پرې مړه شوي دي او دا چې دوی هم په عذاب سره مړه شوي دي نو دوى ته کوم زيان نه لري.

التصنيفات

عقیده, د أسماء او صفاتو توحید, ناوړه أخلاق