إعدادات العرض
څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي
څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي
د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره وكړه او ما بله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ مَاتَ وَهُوَ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللهِ نِدًّا دَخَلَ النَّارَ» وَقُلْتُ أَنَا: مَنْ مَاتَ وَهُوَ لَا يَدْعُو لِلهِ نِدًّا دَخَلَ الْجَنَّةَ. « څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي» او ما وویل: څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله جل جلاله سره بل شریک نه رابلي، جنت ته به داخل شي.
[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]
الترجمة
عربي বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog Kurdî Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் සිංහල မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska cs ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá ئۇيغۇرچە Hausa ไทย دری Кыргызча or rw so नेपाली ro mgالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خبر راکوي چې چا له الله جل جلاله پرته د بل چا لپاره یو عمل تر سره کړ، پداسې حال کې چې باید الله جل جلاله ته یې تر سره کړي، لکه له الله پرته د بل چا رابلل، او یا له هغه پرته پر بل چا مرسته غوښتل او بیا پر همدې عمل مړ شي نو دی به له دوزخیانو څخه وي. او ابن مسعود رضي الله عنه زیاتوي چې څوک مړ شو، پداسې حال کې چې له الله جل جلاله سره یې شریک نه و رابللی، نو ورتګ یې جنت ته دی.فوائد الحديث
دعا عبادت دی او له الله پرته بل چاته نه کیږي.
د توحید فضیلت، او دا چې څوک پرې مړ شو نو جنت ته به داخل شي، که څه هم په ځینو ګناهونو یې عذاب ورکړل شوی وي.
د شرک خطر، او دا چې څوک پرې مړ شو دوزخ ته به داخل شي.