یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د ځینو کارونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې، نو ویې ویل: هغه څه کیږي چې الله ئې وغواړي او ته یې وغواړې، نو رسول الله صلی الله…

یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د ځینو کارونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې، نو ویې ویل: هغه څه کیږي چې الله ئې وغواړي او ته یې وغواړې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَجَعَلْتَنِي لِلَّهِ عَدْلًا؟ قُلْ: مَا شَاءَ اللهُ وَحْدَهُ». «آیا زه دې له الله جل جلاله سره برابر وګڼلم؟ ووایه: هغه کیږي چې یوازې الله یې وغواړي

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د ځینو کارونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې، نو ویې ویل: هغه څه کیږي چې الله ئې وغواړي او ته یې وغواړې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَجَعَلْتَنِي لِلَّهِ عَدْلًا؟ قُلْ: مَا شَاءَ اللهُ وَحْدَهُ». «آیا زه دې له الله جل جلاله سره برابر وګڼلم؟ ووایه: هغه کیږي چې یوازې الله یې وغواړي».

[إسناد يې حسن دی.] [احمد روايت کړی دی]

الشرح

یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی نو په ځینو کارونو کې یې ورسره خبرې وکړې بیا یې ورته وویل:"ما شاء الله وشئت"، یعنې څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې"، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دا وینا وغندله او خبر یې کړ چې د الله تعالی له خوښې سره د بنده د خوښې یادونه کوچنی شرک دی، مسلمان ته روا ندي چې دا ډول وینا وکړي، بیا یې دې حقې وینا ته د هغه لارښوونه وکړه چې ووایي "ما شاء الله وحده"، یعنې هغه کار کیږي چې یوازې الله یې وغواړي، نو الله جل جلاله ته په اراده کې یوازې والی ثابتوي او په هېڅ ډول ورسره بل شی نه یو ځای کوي.

فوائد الحديث

دا ویل منع دي: چې ووایي "هغه څه چې الله ئې وغواړي او ته یې وغواړې" او دې ته ورته نور الفاظ، چې د بنده اراده د "او" په توري سره د الله له ارادې سره یو ځای کوي، ځکه دا کوچنی شرک دی.

د ناروا کارونو منع کول واجب دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له توحید څخه ساتنه کړې او د شرک ټولې لارې یې تړلې دي.

د بدۍ د غندلو په وخت کې، په رسول الله صلی الله علیه وسلم د اقتداء له مخې ښه دا ده چې بلل شوي ته د حلال بدیل بلنه ورکړل شي.

په دې حدیث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وینا «ما شاء الله وَحْدَه» یعنې هغه چې الله یې وغواړي او دې وینا : «قل: ما شاء الله ثم شئت» ووایه! هغه چې الله یې وغواړي او بیا یې ته وغواړې تر منځ داسې جمع کیدی شي چې د : «ما شاء الله ثم شئت» وییل جایز دي یعنې هغه چې الله یې وغواړې او بیا یې ته وغواړې. خو د «ما شاء الله وحده» وییل غوره دي، یعنې هغه چې یوازې الله یې وغواړي.

دا روا ده چې ووایې: «ما شاء الله ثم شئت» " هغه چې الله یې وغواړې او بیا یې ته وغواړې" مګر دا غوره ده چې ووایي: "هغه چې یوازې الله یې وغواړي".

التصنيفات

د الوهیت توحید, د الوهیت توحید