په حقيقت كې الله جل جلاله ښه او بد ليكلي، بيا يې بيان کړي دي، نو چا چې د نيکۍ اراده وکړه خو یې ونه کړه، الله تعالی به د هغه لپاره پوره نيکي وليکي، او که چېرته یې اراده…

په حقيقت كې الله جل جلاله ښه او بد ليكلي، بيا يې بيان کړي دي، نو چا چې د نيکۍ اراده وکړه خو یې ونه کړه، الله تعالی به د هغه لپاره پوره نيکي وليکي، او که چېرته یې اراده وکړه او عمل یې پرې هم وکړ نو الله تعالی به ورته لس نیکۍ تر اوه سوه چنده، او څو چنده زیاتې ولیکي، او چا چې د بدۍ اراده وکړه خو عمل یې پرې ونه کړ نو الله تعالی به یې ورته د ځان سره پوره نیکي ولیکي، خو که چېرته یې د بدۍ اراده وکړه او عملي یې کړه نو الله تعالی به ورته یوه بدي ولیکي

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيمَا يَرْوِي عَنْ رَبِّهِ عَزَّ وَجَلَّ قَالَ: قَالَ: «إِنَّ اللهَ كَتَبَ الْحَسَنَاتِ وَالسَّيِّئَاتِ، ثُمَّ بَيَّنَ ذَلِكَ، فَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كَتَبَهَا اللهُ لَهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً كَامِلَةً، فَإِنْ هُوَ هَمَّ بِهَا فَعَمِلَهَا كَتَبَهَا اللهُ لَهُ عِنْدَهُ عَشْرَ حَسَنَاتٍ إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ، إِلَى أَضْعَافٍ كَثِيرَةٍ، وَمَنْ هَمَّ بِسَيِّئَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كَتَبَهَا اللهُ لَهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً كَامِلَةً، فَإِنْ هُوَ هَمَّ بِهَا فَعَمِلَهَا كَتَبَهَا اللهُ لَهُ سَيِّئَةً وَاحِدَةً». له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روایت دی په هغه څه كې چې هغه له خپل رب څخه روايت كوي، فرمایي: «په حقيقت كې الله جل جلاله ښه او بد ليكلي، بيا يې بيان کړي دي، نو چا چې د نيکۍ اراده وکړه خو یې ونه کړه، الله تعالی به د هغه لپاره پوره نيکي وليکي، او که چېرته یې اراده وکړه او عمل یې پرې هم وکړ نو الله تعالی به ورته لس نیکۍ تر اوه سوه چنده، او څو چنده زیاتې ولیکي، او چا چې د بدۍ اراده وکړه خو عمل یې پرې ونه کړ نو الله تعالی به یې ورته د ځان سره پوره نیکي ولیکي، خو که چېرته یې د بدۍ اراده وکړه او عملي یې کړه نو الله تعالی به ورته یوه بدي ولیکي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې الله تعالی نیکۍ او بدۍ اندازه کړي دي، بیا یې دوه ملاېکو ته ورښودلي چې څنګه یې ولیکي: نو څوک چې د یو نیک کار اراده، نیت او عزم وکړي، د هغه لپاره یوه نیکي لیکل کیږي اګر که عملي کړي یې هم نه وي، خو که چېرته یې عملي کړه نو هغه ورته لس چنده تر اووه سوه چنده او څو چنده زیاتیږي، او زیاتوالی په زړه کې د اخلاص او نورو ته ګټې رسوونې او داسې نورو کړنو په اندازه وي. او څوک چې د کوم بد کار اراده، قصد او عزم وکړي، بیا یې د الله تعالی لپاره پرېږدي، د هغه لپاره نیکي لیکل کېږي، او که چېرته یې لدې امله پرېښوده چې ورڅخه په بل کار بوخت شو او د هغه کار اسباب یې هم تر سره نه کړل، نو هیڅ شی ورته نه لیکل کیږي، او که چېرته یې د ناتوانۍ له امله پرېښود نو د نیت په اساس ورته - ثواب او یا ګناه لیکل کیږي - او که چېرته یې ګناه عملي کړه نو یوازې یوه بدي ورته لیکل کیږي.

فوائد الحديث

په دې امت باندې د الله تعالی د لوی فضل بیانول چې نیکي ورته څو چنده د الله تعالی سره لیکل کیږي او په مقابل کې یې بدي یوازې یوه بدي لیکل کیږي.

په اعمالو کې د نیت ارزښت او اغیزه.

د الله جل جلاله فضل، مهرباني او احسان چې څوک د نیکۍ اراده وکړي او عملي یې هم نه کړي الله تعالی یې ورته نیکي لیکي.

التصنيفات

د أسماء او صفاتو توحید