ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: د الله جل جلاله په نېز کومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمایل: «أَنْ تَجْعَلَ لِلهِ نِدًّا وَهُوَ خَلَقَكَ

ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: د الله جل جلاله په نېز کومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمایل: «أَنْ تَجْعَلَ لِلهِ نِدًّا وَهُوَ خَلَقَكَ

له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: د الله جل جلاله په نېز کومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمایل: «أَنْ تَجْعَلَ لِلهِ نِدًّا وَهُوَ خَلَقَكَ» قُلْتُ: إِنَّ ذَلِكَ لَعَظِيمٌ، قُلْتُ: ثُمَّ أَيُّ؟ قَالَ: «وَأَنْ تَقْتُلَ وَلَدَكَ؛ تَخَافُ أَنْ يَطْعَمَ مَعَكَ» قُلْتُ: ثُمَّ أَيُّ؟ قَالَ: «أَنْ تُزَانِيَ حَلِيلَةَ جَارِكَ». «دا چې ته د الله سره شریک ونیسي حال دا چې ته یې پيدا کړی یې» ما وویل: دا خو لویه ګناه ده، ما وفرمایل: بیا کومه؟ هغه وفرمایل: " او دا چې خپل اولاد لدې وېرې ووژنې چې تاسره به روزي وخوري». ما وويل: بيا کومه؟ هغه وفرمايل: «دا چې د خپل ګاونډي له ښځې سره زنا وکړې».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د سترو ګناهونو په اړه پوښتنه وشوه، نو ويې فرمايل: په دواړو کې تر ټولو لویه ګناه شرک دی، چې له الله جل جلاله سره په الوهیت، ربوبیت، د هغه په نومونو او صفتونو کې یو څوک د هغه په څېر او یا یې په مثل وګڼې، او دا ګناه له توبې پرته الله تعالی نه بخښي، او که چېرته یې تر سره کوونکی پرې مړ شو نو په اور کې به تل پاتې وي. بیا دا چې یو سړی خپل اولاد لدې وېرې ووژني چې خوراک به ورسره وکړي، او د نفس وژل حرام دی، خو ګناه یې هغه وخت لوییږي، کله چې وژل شوی د وژونکي خپلوان وي، همدا رنګه یې ګناه هغه مهال ډېره لوییږي کله چې قاتل لدې وېرې قتل وکړي چې هغه به ورسره په د الله جل جلاله په روزۍ کې شریک شي. بیا دا چې یو سړی د خپل ګاونډي له میرمنې سره زنا وکړي، او هڅه یې دا وي چې د خپل ګاونډي میرمن دوکه کړي ترڅو ورسره زنا وکړي او د ځان تابع یې کړي، او زنا حرامه ده، خو هغه مهال یې ګناه ډېره لوییږي کله چې هغه زنا شوې ښځه د ګاونډي میرمن وي، حال دا چې د ګاونډي په اړه شریعت ټینګار کړې ده چې باید احسان، نیکي او ښه ملګرتیا ورسره وشي.

فوائد الحديث

ګناهونه په لوی والي کې سره توپیر لري، لکه څنګه چې نیک عملونه په فضیلت کې سره توپیر لري.

تر ټولو لویه ګناه: له الله تعالی سره شرک کول دي، بیا لدې وېرې د اولاد وژل چې خوراک به درسره وکړي، بیا دا چې د ګاونډي له ښځې سره زنا وشي.

روزي د الله په لاس کې ده او هغه پاک ذات د مخلوقاتو د روزۍ تضمین پرغاړه اخیستی دی.

د ګاونډي د حق لوی والی، او دا چې هغه ته ضرر رسول لویه ګناه ده لدې چې بل چاته ضرر ورسول شي.

یوازې خالق ذات د عبادت وړ دی او هېڅ شریک نلري.

التصنيفات

د ربوبيت توحيد