إعدادات العرض
1- له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې پوښتنه وکړه چې کومه ګناه لویه ده؟ ویې فرمایل: دا چې له الله سره شریک وګرځوې، حال دا چې هغه پیدا کړی یي.
2- هیڅ یو بنده د زړه په تصدیق سره د دې - خبرې - ګواهي نه ورکوي چې: له الله پرته په حقه بل مستحق د عبادت نشته، او دا چې محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله بنده او رسول دی، مګر دا چې الله به یې پر اور حرام کړي.
3- د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب هغه چاته ورکول کیږي چې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي
4- آیا پوهیږئ چې رب مو څه وویل؟» هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: زما بنده ګانو پداسې حال کې سهار کړ چې ځیني له دوی څخه پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور یې کفر کوونکي دي
5- آیا هغه ذات چې ده ته یې په دنیا کې وړتیا ورکړې ده چې په پښو وګرځي پدې قادر ندی چې په قیامت کې یې په مخ وګرځوي؟