إعدادات العرض
د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب هغه چاته ورکول کیږي چې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي
د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب هغه چاته ورکول کیږي چې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې راغی چې ما د خپلو کالیو صندق په یوې تکې سره پوښلی و چې انځورونه پکې وو، نو کله یې چې ولیده بده یې وګڼله، رنګ یې تغیر شو او ویې فرمایل: «يَا عَائِشَةُ، أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا عِنْدَ اللهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُونَ بِخَلْقِ اللهِ» «ای عائشې د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب هغه چاته ورکول کیږي چې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي» عائشې وویل: نو هغه تکه (ټوکر) مو څېري کړ او یو یا دوه بالښتونه مو ترې جوړ کړل».
الترجمة
العربية Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Português සිංහල Svenska ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá ئۇيغۇرچە Tiếng Việt Kiswahili অসমীয়া دری Кыргызча or Malagasy नेपाली Čeština Oromoo Română Nederlands Soomaali తెలుగు ไทย മലയാളം Српски Kinyarwanda Türkçe ಕನ್ನಡ Lietuvių Wolof ქართული Magyar Moore Українська Shqip Македонскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل کور کې عاېشې رضي الله عنها ته ورغی نو په داسې حال کې یې ولیده چې هغې خپل هغه صندق چې کالي پکې اېښودل کیږي په داسې یوه ټوټه پوښلی و چې د ذی روحه شیانو انځورونه پکې و، نو د الله لپاره غصه شو، رنګ یې بدل شو، او ویې فرمایل: د قيامت په ورځ به تر ټولو زيات عذاب د هغو خلکو وي چې په انځورګرۍ کې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي. عاېشه وایي: نو یو یا دوه بالښتونه مو ترې جوړ کړل.فوائد الحديث
سم د لاسه باید د بدۍ مخنیوی وشي او سستي پکې ونه شي، مګر دا چې لوی فساد ترې جوړیږي.
د ګناه لوی والي ته په لیدو یې د قیامت په ورځ عذاب توپیر لري.
د ژوندیو شیانو انځورول له کبیره ګناهونو څخه یوه ده.
د انځور اخیستلو د ممانعت له حکمتونو څخه یو دا دی چې د الله تعالی له مخلوقاتو سره پکې ورته والی رامنځته کیږي، برابره خبره ده که د انځورګر اراده د تشبیه رامنځته کول وي او یا نه.
په شریعت کې د مال په ساتنې ټینګار، چې له ګټلو وروسته په حرامو کې ونه کارول شي.
د ذی روحه شیانو د انځورولو ممانعت که په هره بڼه وي، که څه هم دا کار د حرفې یا مسلک له مخې وي.
التصنيفات
د ربوبيت توحيد