چا چې تعویذ وځړاوه نو یقینا چې شرک یې وکړ

چا چې تعویذ وځړاوه نو یقینا چې شرک یې وکړ

له عقبة بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ډله راغله، نو هغه له نهو سره بیعت وکړ او یو ته یې د بیعت لاس ورنکړ، هغوی وویل: ای د الله رسوله، له نهو سره دې بیعت وکړ او دا دې پرېښود؟ هغه وفرمایل: «إِنَّ عَلَيْهِ تَمِيمَةً» «هغه تعویذ ځړولی دی» هغه لاس دننه کړ او تعویذ یې پرې کړ، نو بیعت یې ورسره وکړ او ویې فرمایل «مَنْ عَلَّقَ تَمِيمَةً فَقَدْ أَشْرَكَ». «چا چې تعویذ وځړاوه نو یقینا چې شرک یې وکړ».

[حسن] [احمد روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه لس کسیزه ډله راغله، نو هغه له نهو سره په مسلمانېدو او پیروي کولو بیعت وکړ، خو له لسم سره یې بیعت ونه کړ، نو کله چې ورڅخه د دې کار د لامل په اړه پوښتنه وشوه، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پر هغه تعویذ دی - یعنې غاړه کې یې اچولی دی - او تعویذ هر هغه څه ته وییل کیږی چې له مریو او نورو څېزو څخه د نظر لګېدلو او د ضرر د مخنیوي په موخه اچول کیږي. سړي خپل لاس د تعويذ ځای ته ورتېر کړ، پرې يې کړ او له ځانه يې لرې کړ، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره بیعت وکړ او د تعویذ کارونې په اړه یې اخطار ورکړ او حکم یې ورته بیان کړ. "مَن علَّقَ تَميمة فقد أشرك". «چا چې تعویذ ځوړند کړ نو شرک یې وکړ».

فوائد الحديث

څوک چې له الله پرته په بل چا تکیه وکړي، الله جل جلاله به د هغه د نیت خلاف چلند ورسره وکړي.

داسې عقيده ساتل کوچنی شرک دی چې تعويذونه ځړول له ضرر او نظر وهلو څخه د خلاصون سبب دی، خو که دا عقيده ولري چې تعويذونه په خپله ګټه رسوي نو دا لوی شرک دی.

التصنيفات

د الوهیت توحید