يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ فِيكَ وَلاَ أُبَالِي

يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ فِيكَ وَلاَ أُبَالِي

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: الله پاک فرمایلي: يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ فِيكَ وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ اسْتَغْفَرْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ، وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا ثُمَّ لَقِيتَنِي لاَ تُشْرِكُ بِي شَيْئًا لأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً»، «اې د آدم زویه، تر څو چې ته ما رابلې او ماته امید ساتې، زه درته بخښنه کوم که هر څومره ګناهکار وې او پروا نه ساتم، اې د آدم زویه، که ستا ګناهونه د آسمان تر کنارو ورسېږي او بیا له ما څخه بخښنه وغواړې، زه درته بښنه کوم او پروا نه ساتم، اې د آدم زویه که ته ماته د ځمکې په اندازه له ګناهونو سره راشې او بیا زما سره مخ شې په داسې حال کې چې ماسره دې شرک نه وي کړی، نو په همدې اندازه به درته بخښنه وکړم».

[حسن] [ترمذی روایت کړی دی - احمد روايت کړی دی - دارمي روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه خبر ورکړ چې الله تعالی په قدسي حدیث کې فرمایلي: « اې د آدم زویه! تر څو چې ما رابلې او زما مهربانۍ ته هیله مند یې او مایوسه نه یې؛ په ګناه دې پرده اچوم، درڅخه یې پاکوم او په اړه یې هېڅ پروا نه ساتم؛ که څه هم دا ګناه او نافرماني له کبیره ګناهونو څخه وي. اې د آدم زویه: که ستا ګناهونه دومره زیات شي چې د آسمان او ځمکې تر منځ واټن ډک کړي، تر دې چې کنارو ته یې ورسیږي او اړخونه یې هم ونیسي او بیا له ما څخه بخښنه وغواړې، نو ګناهونه به دې له منځه یوسم او ټول به درته وبخښم، پرته له دې چې ډېروالي ته یې وګورم. اې د ادم زویه: که ته له مرګه وروسته ماته له دومره ګناهونو او نافرمانیو سره راشې چې د ځمکې د ډکوالي په اندازه وي او ته موحد مړ شوی یې او زما سره دې شرک نه وي کړی؛ نو زه به یې په مقابل کې د ځمکې د ډکوالي په اندازه بخښنه وکړم؛ ځکه چې زه د لوی مغفرت خاوند یم او له شرک پرته ټول ګناهونه بخښم.

فوائد الحديث

د الله تعالی د رحمت، بخښنې او فضل پراخوالی.

د توحید فضیلت، او دا چې الله تعالی موحدینو ته ګناهونه او تېروتنې بخښي.

د شرک خطر او دا چې الله مشرک ته بخښنه نه کوي.

ابن رجب وايي: په دې حدیث کې هغه درې لاملونه شامل دي چې له مخې یې ګناهونه بخښل کیږي: لومړی: له امید سره دعا، دویم: استغفار او د توبې غوښتل، دریم: د توحید له (عقیدې سره) مړینه.

دا هغه حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او قدسي یا الهي حدیث ورته ویل کیږي او دا هغه ډول حدیث دی چې الفاظ او معنا یې د الله له طرفه دي، خو د قرآن کریم هغه ځانګړتیاوې نه لري چې له نورو یې جلا کوي، لکه: په تلاوت سره یې عبادت کول، طهارت ورته کول، ننګونه، معجزه او داسې نور.

ګناهونه په درې ډوله دي: لومړی: له الله سره شرک کول؛ چې الله تعالی یې نه بښي، الله جل جلاله فرمایلي: {إنه من يُشرك بالله فقد حرم الله عليه الجنة}(بیشکه څوک چې په الله شرک وکړي، نو یقینا چې الله پرې جنت حرام کړ)، دویم: پر خپل ځان د بنده ظلم چې ګناهونه او تېروتنې کوي، نو دا د هغه او د هغه د رب تر منځ خبره ده؛ نو الله تعالی یې ورته بښي او که وغواړي نو ورته ترې تېریږي، دریم: هغه ګناهونه چې الله تعالی ترې هېڅ نه تېرېږي لکه: د بندګانو خپلمنځي ظلمونه، چې پدې کې خامخا قصاص اخېستل کېږي.

التصنيفات

د أسماء او صفاتو توحید, توبه