إعدادات العرض
يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى لِأَهْوَنِ أَهْلِ النَّارِ عَذَابًا يَوْمَ القِيَامَةِ: لَوْ أَنَّ لَكَ مَا فِي الأَرْضِ مِنْ شَيْءٍ أَكُنْتَ تَفْتَدِي بِهِ؟ فَيَقُولُ:…
يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى لِأَهْوَنِ أَهْلِ النَّارِ عَذَابًا يَوْمَ القِيَامَةِ: لَوْ أَنَّ لَكَ مَا فِي الأَرْضِ مِنْ شَيْءٍ أَكُنْتَ تَفْتَدِي بِهِ؟ فَيَقُولُ: نَعَمْ
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى لِأَهْوَنِ أَهْلِ النَّارِ عَذَابًا يَوْمَ القِيَامَةِ: لَوْ أَنَّ لَكَ مَا فِي الأَرْضِ مِنْ شَيْءٍ أَكُنْتَ تَفْتَدِي بِهِ؟ فَيَقُولُ: نَعَمْ، فَيَقُولُ: أَرَدْتُ مِنْكَ أَهْوَنَ مِنْ هَذَا، وَأَنْتَ فِي صُلْبِ آدَمَ: أَلّاَ تُشْرِكَ بِي شَيْئًا، فَأَبَيْتَ إِلَّا أَنْ تُشْرِكَ بِي». "الله جل جلاله به د قيامت په ورځ هغه دوزخي انسان ته چې تر ټولو لږ عذاب ویني ووايي : که چېرته دې په ځمکه کې د ټولو شتو یو څه اختیار درلوده نو آیا نن ورځ به دې د فدیې په توګه ورکړي وو؟ هغه به ووایي هو، نو وبه وایي: ما درڅخه لدې اسانه غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې ته د آدم په شا کې وې چې: ماسره به هېڅ شی نه شریکوې، خو تا ونه منله مګر دا چې ما سره شرک وکړې».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kurdî Português සිංහල অসমীয়া Kiswahili አማርኛ ગુજરાતી Nederlands नेपाली ไทย മലയാളം Кыргызча Română Malagasy Svenska తెలుగు Српски ქართული Mooreالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دوزخ ته له ننوتلو وروسته به الله جل جلاله تر ټولو د لږ عذاب خاوند ته ووایي: که چېرته دې ټوله دنیا او څه چې پکې دي درلودل نو آیا هغه به دې د فدیې په توګه ورکړي وو تر څو له دې عذاب څخه خلاص شوای وې؟ هغه به ووایي: هو، نو الله جل جلاله به وفرمایي: یقینا چې ستا څخه مې لدې آسانه غوښتنه کړې وه، کله چې ته د آدم په شا (ملا) کې وې او ستا څخه ژمنه واخېستل شوه چې ما سره به هېڅ شی نه شریکوې، نو کله مې چې دنیا ته راوویستې انکار دې وکړ او ما سره دې شرک وکړ.فوائد الحديث
د توحید فضیلت او پرې د عمل آسانتیا.
د شرک خطر او د هغې پایلې.
الله پاک له بني آدم څخه هغه مهال ژمنه واخېسته کله چې دی د خپل پلار ادم په شا (ملا) کې و چې شرک به ورسره نه کوي.
له شرک څخه وېرول او دا چې ټوله دنیا به د قيامت په ورځ کافرو ته هېڅ ګټه ونه رسوي.
التصنيفات
د الوهیت توحید