إعدادات العرض
إِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى يَقُولُ لِأَهْلِ الجَنَّةِ: يَا أَهْلَ الجَنَّةِ؟ فَيَقُولُونَ: لَبَّيْكَ رَبَّنَا وَسَعْدَيْكَ، فَيَقُولُ: هَلْ رَضِيتُمْ؟…
إِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى يَقُولُ لِأَهْلِ الجَنَّةِ: يَا أَهْلَ الجَنَّةِ؟ فَيَقُولُونَ: لَبَّيْكَ رَبَّنَا وَسَعْدَيْكَ، فَيَقُولُ: هَلْ رَضِيتُمْ؟ فَيَقُولُونَ: وَمَا لَنَا لاَ نَرْضَى وَقَدْ أَعْطَيْتَنَا مَا لَمْ تُعْطِ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ؟
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى يَقُولُ لِأَهْلِ الجَنَّةِ: يَا أَهْلَ الجَنَّةِ؟ فَيَقُولُونَ: لَبَّيْكَ رَبَّنَا وَسَعْدَيْكَ، فَيَقُولُ: هَلْ رَضِيتُمْ؟ فَيَقُولُونَ: وَمَا لَنَا لاَ نَرْضَى وَقَدْ أَعْطَيْتَنَا مَا لَمْ تُعْطِ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ؟ فَيَقُولُ: أَنَا أُعْطِيكُمْ أَفْضَلَ مِنْ ذَلِكَ، قَالُوا: يَا رَبِّ، وَأَيُّ شَيْءٍ أَفْضَلُ مِنْ ذَلِكَ؟ فَيَقُولُ: أُحِلُّ عَلَيْكُمْ رِضْوَانِي، فَلاَ أَسْخَطُ عَلَيْكُمْ بَعْدَهُ أَبَدًا». «الله تبارک و تعالی به جنتیانو ته ووایي: اې جنتیانو؟ هغوی به ووایي: مونږ دې پرله پسې امر پر ځای کولو ته تیار یو زمونږ ربه! او پرلپسې پرې خوښ یو، نو وبه وایي: آیا راضي یاست؟ هغوی به ووایي: مونږ به ولې نه راضي کیږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې خپلو هېڅ مخلوقاتو ته دې نه دي ورکړي؟ نو وبه وایي: زه به تاسو ته له دې نه هم زیات غوره څه درکړم؟ هغوی به ووایي: اې ربه! لدې به نور کوم څه زیات غوره وي؟ هغه به وفرمایي: زه به تل له تاسو څخه د تل لپاره راضي یم او هېڅکله به درڅخه ناراضه نه شم».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog Tiếng Việt Hausa Kurdî Português සිංහල অসমীয়া Kiswahili ગુજરાતી Nederlands አማርኛ नेपाली ไทย മലയാളം Кыргызча Română Malagasy Svenska తెలుగు Српски ქართული Moore Magyarالشرح
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې الله تعالی به جنتیانو ته په جنت کې وایي چې: اې جنتیانو، نو هغوی به ورته په ځواب کې ووایي: لبيك ربَّنا وسعديك، یعنې اې ربه! ستا امر منلو ته پرلپسې چمتو یم او په منلو یې خوښ یم. نو هغوی به ورته ووایي: آیا راضي یاست؟ نو هغوی به ووایي: هو راضي یو؛ او ولې به نه راضي کېږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې له خپلو مخلوقاتو څخه دې هېچا ته ندي ورکړي! نو الله پاک به ووایي: آیا لدې څخه غوره څه درنکړم؟ هغوی وویل: اې ربه، له دې څخه به څه غوره وي؟! نو وبه وایي: زه به تل له تاسو خوشحاله یم؛ او هېڅکله به له دې وروسته پر تاسې غصه نه شم.فوائد الحديث
د جنتیانو سره د الله جل جلاله خبرې.
د الله جل جلاله له لورې د جنتيانو لپاره زېرى چې له هغوی څخه به راضي وي، او تل به ترې خوښ وي چې هېڅکله به پرې نه غصه کیږي.
په جنت کې به هر څوک له خپل حالت څخه راضي وي، سره له دې چې د دوی مقامونه او درجې به سره مختلفې وي؛ ځکه چې ټولو په یوې کلمې ځواب ورکړی چې"تا موږ ته هغه څه راکړي چې په خپل مخلوق کې دې هېچا ته ندي ورکړي".