نو زما په شفاعت نېمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) ویلي وي

نو زما په شفاعت نېمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) ویلي وي

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: وویل شول چې: اې د الله رسوله! د قیامت په ورځ ستا په شفاعت نېکمرغه انسان څوک دی؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «اې ابو هریره! یقینا ما فکر کوو چې ستا څخه پرته به هېڅوک راڅخه د دې حدیث په اړه لومړی پوښتنه نه کوي، په احادیثو د زیات حرص له امله چې په تا کې مې لیدلی دی، نو زما په شفاعت نېمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) ویلي وي».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ به د هغه په ​​شفاعت تر ټولو خوشحاله او نېکمرغه خلک هغه وي چې د زړه له اخلاصه یې: «لا إله إلا الله» ویلي وي، چې معنا یې ده: په حقه بل معبود نشته پرته له الله څخه، او دا چې هغه له شرک او ځان ښودنې څخه خوندی وي.

فوائد الحديث

په آخرت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفاعت اثبات او دا چې هغه به یوازې د موحدینو لپاره وي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم شفاعت، د الله تعالی په وړاندې د هغو موحدینو لپاره سفارش دی چې د اور مستحق ګرځېدلي وي تر څو یې اور ته داخل نه کړي، او یا دا چې اور ته داخل شوي وي تر څو یې ورڅخه راوباسي.

د توحید د کلمې فضیلت او د هغې لوی تاثیر، کله چې د الله لپاره په اخلاص سره وویل شي.

د توحید د کلمې حق د هغې په معنا پوهېدلو او په غوښتنې یې عمل کولو سره ادا کیږي.

د ابو هریره رضي الله عنه فضیلت، او د علم په زده کړه یې ټینګار.

التصنيفات

د الوهیت توحید