لاَ تَدْخُلُ المَلاَئِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلاَ صُورَةٌ». "ملايکې هغه کور ته نه ننوځي چې سپی یا انځور پکې وي

لاَ تَدْخُلُ المَلاَئِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلاَ صُورَةٌ». "ملايکې هغه کور ته نه ننوځي چې سپی یا انځور پکې وي

له ابو طلحة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لاَ تَدْخُلُ المَلاَئِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلاَ صُورَةٌ». "ملايکې هغه کور ته نه ننوځي چې سپی یا انځور پکې وي."

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی - مسلم روايت کړی دی - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هغه کور ته د رحمت ملايکې نه ننوځي چې سپی او د ساه لرونکو انځور پکې وي؛ ځکه چې د ساه لرونکو انځورول ګناه او ناوړه عمل دی، او پدې کې د الله تعالی د مخلوقاتو سره ورته والی او د شرک یوه وسیله ده، او ځینې یې د هغه څه انځور دی چې له الله تعالی پرته یې عبادت کیږي، او له هغه کور څخه یې منع فرمایل چې سپی پکې وي، ځکه چې (سپی) ډېر نجاستونه خوري، او ځینو ته یې شیطان ویل شوی؛ او ملايکې د شیطانانو ضد دي. او ځکه چې سپی بد بوی لري؛ او ملايکې بد بوی نه خوښوي، او بل دا چې له ساتلو یې منع راغلې؛ نو په ساتلو سره د رحمت د ملاېکو له راننوتلو، په کور کې یې د ملاېکو لخوا لمونځ کولو، د ده لپاره د بخښنې غوښتلو، د کور برکتي کولو او د شیطانانو د ضررونو له دفع کولو څخه محروم شو.

فوائد الحديث

د ښکار، رمې او کروندې ساتلو پرته د سپي ساتل حرام دي.

عکسونه اخیستل یو له ناوړه کارونو څخه دی چې ملائکې ترې کرکه کوي، او په یو ځای کې یې شتون له رحمت څخه د محرومېدو لامل ګرځي او دا ډول (حکم) د سپي هم دی.

کوم کور کې چې سپی او انځور وي او ملايکې نه ورځي هغه د رحمت ملايکې دي، او کومې چې ساتونکي (حفظه) ملايکې او داسې نورې دي چې دندې لري لکه ملک الموت نو هغوی هر کور ته ننوځي.

په دیوالونو او نورو ځایونو د ساه لرونکو عکسونو ځړول حرام دي.

خطابي رحمه الله فرمايلي: او یقینا چې ملايکې هغه کور ته نه داخليږي چي سپي يا انځور پکې وي؛ البته هغه سپی چې ساتل یې حرام دي او حرام انځورونه، او کوم چې حرام نه دي لکه: د ښکار، کروندې او رمې سپی، او هغه انځورونه چې په غالۍ، بالښتونو او نورو شیانو کې کارول کیږي، نو هغو کورونو ته ملایکې له ننوتلو منع نه دي.

التصنيفات

د الوهیت توحید