إعدادات العرض
مناسب نه دي چې په اور دی خلک سوځول وکړي ځکه په اور عذاب ورکول یوازې د اور د مالک کار دی
مناسب نه دي چې په اور دی خلک سوځول وکړي ځکه په اور عذاب ورکول یوازې د اور د مالک کار دی
له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر کې و، هغه د حاجت رفع کولو لپاره ولاړ، نو موږ یوه مرغۍ ولیدله چې دوه بچیان یې درلودل، موږ یې بچیان را ونېول، نو مرغۍ راغله او ځان یې د خپلو بچیانو پر سر غورځاوه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او ویې ویل: "چا دغه مرغۍ د بچیانو په اخستلو سره زورولي ده ؟ خپل بچیان یې بیرته ورکړئ." همدارنګه، هغه د میږیو ځاله ولیده چې موږ سوځولې وه، نو ویې فرمایل: "دا چا سوځولې ده؟" موږ وویل: "مونږ." هغه وفرمایل: «مناسب نه دي چې په اور دی خلک سوځول وکړي ځکه په اور عذاب ورکول یوازې د اور د مالک کار دی."
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Hausa Kurdî Magyar ქართული Kiswahili Română অসমীয়া ไทย Português मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ Nederlands Македонски ગુજરાતી ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي چې هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر کې وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت رفع کولو لپاره لاړ، صحابه کرامو یې یوه مرغۍ ولېده چې دوه بچیان ورسره ول، نو دواړه یې ترې واخېستل، پدې وخت کې مرغۍ د فرياد په توګه خپل وزرونه غوړول راغوړل، ځکه چې بچیان یې ترې ورک شوي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم چې راغی ویې ویل: چا یې د بچیانو په اخېستلو خفه کړې او ویرولې ده؟ بیا یې حکم وکړ چې بچیان یې بیرته ورکړل شي. "بیا یې د مېږیانو یوه ځاله ولیده چې په اور سوځول شوې وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دا چا سوځولی ده؟ ځینو صحابه وو یې وویل: موږ. هغوی ته یې وویل: هیچاته روا ندي چې ژوندي مخلوق ته په اور سره سزا ورکړي، پرته له الله څخه چې پیدا کوونکی یې دی.فوائد الحديث
د قضای حاجت لپاره د پنا کېدلو مشروعیت.
د حیواناتو د بچیانو اخیستلو سره د هغوی له ربړونې څخه ممانعت.
په اور سره د مېږیانو او نورو حشراتو له سوځولو ممانعت.
پر حیواناتو د ترحم او مهربانۍ ټینګار، او پدې اړه د اسلام مخکښوالی.
پر حیواناتو د رسول الله صلی الله علیه وسلم مهرباني.
په اورسره عذاب ورکول یوازې د الله جل جلاله پوری ځانګړې چاره ده.
