إِذَا شَكَّ أَحَدُكُمْ فِي صَلَاتِهِ، فَلَمْ يَدْرِ كَمْ صَلَّى ثَلَاثًا أَمْ أَرْبَعًا، فَلْيَطْرَحِ الشَّكَّ، وَلْيَبْنِ عَلَى مَا اسْتَيْقَنَ، ثُمَّ…

إِذَا شَكَّ أَحَدُكُمْ فِي صَلَاتِهِ، فَلَمْ يَدْرِ كَمْ صَلَّى ثَلَاثًا أَمْ أَرْبَعًا، فَلْيَطْرَحِ الشَّكَّ، وَلْيَبْنِ عَلَى مَا اسْتَيْقَنَ، ثُمَّ يَسْجُدُ سَجْدَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يُسَلِّمَ

له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِذَا شَكَّ أَحَدُكُمْ فِي صَلَاتِهِ، فَلَمْ يَدْرِ كَمْ صَلَّى ثَلَاثًا أَمْ أَرْبَعًا، فَلْيَطْرَحِ الشَّكَّ، وَلْيَبْنِ عَلَى مَا اسْتَيْقَنَ، ثُمَّ يَسْجُدُ سَجْدَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يُسَلِّمَ، فَإِنْ كَانَ صَلَّى خَمْسًا شَفَعْنَ لَهُ صَلَاتَهُ، وَإِنْ كَانَ صَلَّى إِتْمَامًا لِأَرْبَعٍ كَانَتَا تَرْغِيمًا لِلشَّيْطَانِ». "که په تاسو کې یو څوک د خپل لمانځه په اړه شک وکړي او نه پوهیږي چې څو رکعته (لمونځ) یې کړی؛ درې که څلور رکعته، نو شک دې لرې کړي او په هغه څه دې باور وکړي چې یقیني وي، بیا دې له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي، نو که چېرته یې پنځه رکعته کړي وو نو سجدې به یې ورته لمونځ جفت کړي، او که چېرته یې د څلورو د پوره کولو لپاره کړې وي نو د شیطان د رټلو لپاره به وي.

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې که یو لمونځ کوونکی په لمانځه کې شکي شي او نه پوهېږي چې څو رکعته یې کړي دي؛ درې که څلور؟ نو مشکوک عدد دې له ذهن نه وباسي او اعتبار دې نه ورکوي او هغه څه چې په اړه یې یقیني دی هغه درې رکعته دي، نو څلورم رکعت دې وکړي، بیا دې له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي. که کړي رکعتونه یې په ریښتیا څلور وي؛ نو له اضافي رکعت سره به پنځه شي او د سهوې لپاره دوه سجدې به یې د بل رکعت په بدل کې شي، نو د رکعتونو شمېر به یې جفت شي نه تاق، او که چېرته یې د اضافي رکعت سره د رکعتونو شمېر څلور و؛ نو خپل لمونځ به یې پوره کړی وي، نه به زیات وي او نه کم. او د سهوې دوه سجدې به د شیطان د رټلو او سپکولو په موخه شوي وي، او د دې لپاره چې هغه ذلیل شي او خپل مراد ته ونه رسیږي؛ ځکه چې لمونځ یې پرې ګډوډ کړی و، او د لمانځه د فاسدېدو لپاره ورته راښکاره شوی و، نو د بني آدم لمونځ الله تعالی ته په سجدې کولو سره پوره شو، هغه سجده چې ابلیس یې په نه کولو سره ګناهکار شوی و، کله یې چې آدم علیه السلام ته په سجدې نه کولو د الله تعالی نافرماني وکړه.

فوائد الحديث

لمونځ کوونکي چې کله په خپل لمانځه کې شک درلوده او ډاډه نه و چې څو رکعته یې کړي دي، نو شک دې وغورځوي او په عمل دې یقین وکړي چې هغه لږ عدد دی، نو لمونځ به یې پوره شي او د سهوې لپاره به له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي، بیا به سلام وګرځوي.

په دې دوو سجدو سره لمونځ جبرانیږي، شیطان پرې رټل کیږي، په داسې حال کې چې ذلیل او سپک به وي او خپل مراد ته به نه وي رسېدلی.

کوم شک چې په حدیث کې دی، هغه شک دی چې انسان په کې متردد وي او له هېڅ عدد څخه ډاډمن نه وي، نو کله چې غالب ګمان پیدا شو او زړه ډاډه شو نو عمل دې پرې وکړي.

د وسوسو په وړاندې مبارزې ته هڅول او د شریعت امر ته په غاړې اېښودلو سره یې له منځه وړل.

التصنيفات

د سهوې، تلاوت او شکر سجده