إعدادات العرض
مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ».…
مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». "څوک چې له ماسپښین نه مخکې څلور رکعته او له ماسپښین نه وروسته څلور رکعته لمانځه ته پاملرنه وکړي، الله تعالی به یې په اور حرام کړي
له ام حبیبه رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده، وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». "څوک چې له ماسپښین نه مخکې څلور رکعته او له ماسپښین نه وروسته څلور رکعته لمانځه ته پاملرنه وکړي، الله تعالی به یې په اور حرام کړي".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو हिन्दी 中文 ئۇيغۇرچە Kurdî Português Nederlands অসমীয়া ગુજરાતી Tiếng Việt Kiswahili አማርኛ සිංහල Hausa ไทย മലയാളംالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته زیری ورکوي چې د ماسپښین د لمانځه نه مخکې څلور رکعته، او څلور رکعته وروسته نفل په دوامداره توګه وکړي نو الله تعالی به یې په اور حرام کړي.فوائد الحديث
په دوامداره توګه څلور رکعته د ماسپښين نه مخکي او څلور رکعته وروسته ادا کول مستحب دي.
د فرضو نه مخکې نفل لمونځ ځانګړي حکمتونه لري لکه: د عبادت لپاره د لمونځ کوونکي چمتووالی؛ مخکې له دې چې فرض لمانځه ته داخل شي، او د فرضو پسې د لمانځه حکمت دا دی چې د فرض لمونځ نېمګړتیاوي پرې جبران شي.
رواتب (سنت لمونځ) لويې ګټې لري لکه: د نېکیو زیاتېدل، د ګناهونو بخښل کېدل او د مرتبو لوړوالی.
د ګواښ (وعید) په اړه په احادیثو کې د اهل سنت قاعده د دې حدیث په څېر ده: چې د مړیني پر مهال باید موحد وي او دا چې مراد ترې دا دی چې د تل لپاره په اور کې نه پاتې کېږي، ځکه چې موحد ګناهکار انسان ته که چېرته سزا ورکړل شي نو د تل لپاره په دوزخ کې نه پاتې کېږي.
التصنيفات
راتبه سنتونه