إعدادات العرض
په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي
په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي» بیا به ابو هریره ويل: که وغواړئ دا تلاوت کړئ: {إِنَّ قُرْآنَ الفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا} [الإسراء: 78] یعنې: (بېشكه د سهار قرائت ته شاهدي ورکول کېږي (ملايکې حاضرېږي).
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Türkçe اردو हिन्दी Tagalog 中文 Kurdî Português Tiếng Việt Kiswahili Nederlands অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย తెలుగు मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم تشریح کړه چې د یو سړي اجر او ثواب د امام سره په جماعت لمانځه کې د پنځه ویشتو هغو لمونځونو څخه غوره دی چې هغه یې په خپل کور یا بازار کې یوازې کوي، بیا يې یادونه وکړه چې د شپې او ورځې ملائکې د سهار په لمانځه کې سره یوځای کېږي، بیا ابو هریره رضی الله عنه د دې خبرې لپاره د دلیل په توګه وویل: که خوښ ګڼئ نو (د الله تعالی دا قول ولولئ): [یقینا لمونځ دسبا ته حاضرېدلی شي ( ملاېکې)] [الإسراء سورت: 78 آیت]، يعنې د سهار لمانځه ته د شپې او ورځې ملائکې دواړه حاضرېږي.فوائد الحديث
ابن حجر ویلي: په جومات کې د جماعت سره لمونځ په کور او یا بازار کې په جماعت او یا انفرادي توګه لمانځه (په ثواب) کې زیاتوالی لري، ابن دقیق العید ویلي دي.
پدې (حدیث کې) د سهار د لمانځه فضیلت دی؛ ځکه چې ملایکې پکې راټولېږي.
ابن باز ویلي:
مؤمن ته ښایي چې د دې لوی خېر د ترلاسه کولو لپاره په جماعت سره په لمانځه کولو ټینګار وکړي که څه هم یې کور لرې وي.
نووي د روايتونو د جمع کولو په اړه ویلي چې د جماعت لمونځ د انفرادي لمانځه څخه پنځه ويشت درجې غوره دی، او بل يې اووه ويشت درجې: نو د دې روایتونو د جمعې لپاره درې وجوهات دي: لومړی: دا چې هېڅ تضاد نشته، ځکه د کوچني (عدد) یادونه لوی عدد نه ردوي او د اصول پوهانو په نظر د شمېر مفهوم باطل دی. دویم: دا چې هغه لومړی د لږ عدد په اړه خبر ورکړ، بیا الله تعالی هغه ته د زیات ثواب په اړه خبر ورکړ، نو هغه یې په اړه (امت ته) خبر ورکړ. دریم: دا د عبادت کوونکو او لمونځ کوونکو حالاتو او لمانځه ته په لېدو توپير لري، نو د ځینو لپاره پنځه ویشت درجې دي، او د نورو لپاره اووه ويشت درجې، د لمانځه کمال، هیئت، خشوع، د جماعت لوی والی، د جماعت کوونکو او ځای فضیلت او داسې نورو ته په لیدو توپیر لري. و الله اعلم.
