د الله جل جلاله په لار کې یوه ورځ تېرول له دې دنیا او څه چې پدې کې دي غوره دی

د الله جل جلاله په لار کې یوه ورځ تېرول له دې دنیا او څه چې پدې کې دي غوره دی

له سهل بن سعد السَّاعِدِي رضي الله عنه څخه روایت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د الله جل جلاله په لار کې یوه ورځ تېرول له دې دنیا او څه چې پدې کې دي غوره دی، په جنت کې ستاسو د یوې کوړې (قمچینې) ځای له دې دنیا او هغه څه چې په کې دي غوره دی او یو سهارنی مزل چې څوک یې د الله په لار کې وکړي او یا ماښامنی لدې دنیا څخه غوره دی او څه چې پدې دنیا کې دي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې په اخلاص سره د یوې ورځې لپاره د هغه ځای ساتنه او پېره چې د مسلمانانو او کافرانو ترمنځه دی له دنیا او هر هغه څه څخه غوره دی چې په دنیا کې دي او په جنت کې د هغې قمچیني ځای چې د الله په لار کې پرې جهاد کیږي له دې دنیا او څه چې پکې دي غوره دی، او د ورځې له پیل څخه تر غرمې پورې یو ځل د الله په لار کې پیاده کېدل، یا بېګا مهال د ماسپښین نه وروسته تر شپې پورې له دې دنیا څخه غوره دی او څه چې په دې دنیا کې دي.

فوائد الحديث

د الله تعالی په لار کې د سرحدونو د ساتنې فضیلت، ځکه چې خطر پکې دی او د الله تعالی د کلمې د لوړوالي او د هغه د دین د بریا له امله تر سره کیږي؛ نو لدې امله یې د یوې ورځې اجر له دنیا څخه غوره دی او هغه څه چې په دې دنیا کې دي.

د آخرت په پرتله د دنیا بې ارزښتوالی؛ ځکه په جنت کې د یوې قمچینې ځای له دې دنیا څخه غوره دی او څه چې پدې دنیا کې دي.

التصنيفات

د نیکو عملونو فضیلونه, د جهاد فضیلت