إعدادات العرض
د الله تعالی له حدودو پرته هېڅوک د لسو نه زیاتې درې نه وهل کېږي
د الله تعالی له حدودو پرته هېڅوک د لسو نه زیاتې درې نه وهل کېږي
له ابو برده الأنصاري رضي الله عنه څخه روایت دی چې : هغه د رسول الله ﷺ څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «د الله تعالی له حدودو پرته هېڅوک د لسو نه زیاتې درې نه وهل کېږي».
الترجمة
العربية Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Português മലയാളം Kurdî Tiếng Việt অসমীয়া Kiswahili Nederlands ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Română ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ বাংলা Malagasy Македонски Tagalog Українська ភាសាខ្មែរ ਪੰਜਾਬੀالشرح
پېغمبر ﷺ لدې منع کړې ده چې یو څوک له لسو دورو څخه ډېر ووهل شي، مګر په ګناهونو کې ( هغه چې شریعت پرې ټاکلې سزا وي) او مراد ترې هغه نه دي چې شریعت ورته د دورو ټاکلی حد، وهل، او یا ځانګړې سزا ښودلې وي، موخه دا ده چې په تأدیبي سزا کې باید څوک له لسو دورو زیات و نه وهل شي لکه: د خپلې مېرمنې او یا زوی وهل.فوائد الحديث
د الله تعالی هغه حدونه چې پرې یې امر کړی یا یې ترې منع کړي، داسې سزاوې لري چې له هغو کارونو مخه نیسي؛ دا سزاوې یا له شرعي لوري ټاکل شوې وي، او یا یې ټاکنه د حاکم له لوري د هغه د لیدل شوې مصلحت له مخې وي.
د تأدیب (په ادب کولو) لپاره وهل باید سپک وي، د لارښوونې او وېرې تر اندازې پورې، او که اړتیا ورته وي، نو په کې دې له لسو دورو څخه زیات نه وهل کېږي، خو غوره دا ده چې هغوی بې له وهلو تأدیب شي، بلکې د لارښوونې، تعلیم، ارشاد او تشویق له لارې، ځکه دا طریقه د منلو وړ او د ښوونې له پلوه نرمښت لري، په دې باب کې حالتونه ډېر توپیر لري، نو باید هغه څه وشي چې تر ټولو ګټور وي.
التصنيفات
د تعزیر حکمونه