څوک چې له ښکاري او یا د رمې ساتنې له سپي پرته بل کوم سپی وساتي نو هره ورځ به یې له اجر (د عمل له ثواب) څخه د دوه قیراطونو په اندازه ثواب کمېږي

څوک چې له ښکاري او یا د رمې ساتنې له سپي پرته بل کوم سپی وساتي نو هره ورځ به یې له اجر (د عمل له ثواب) څخه د دوه قیراطونو په اندازه ثواب کمېږي

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «څوک چې له ښکاري او یا د رمې ساتنې له سپي پرته بل کوم سپی وساتي نو هره ورځ به یې له اجر (د عمل له ثواب) څخه د دوه قیراطونو په اندازه ثواب کمېږي» سالم وایي: ابو هریره به ویل: «أَوْ كَلْبَ حَرْثٍ»یعنې «یا د کروندې دساتنې سپی»، حال دا چې (ابوهریرة) د کروندې خاوند و.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

نبي ﷺ له سپي ساتلو څخه منع کړې ده، مګر د ښکار، د څارویو یا د کروندو د ساتنې د اړتیا لپاره، او که څوک یې بې له دې موخې پرته وساتي، د هغه د عمل له ثوابه به هره ورځ دوه قیراطه کمېږي او دا اندازه الله تعالی ته معلومه ده.

فوائد الحديث

یو مسلمان ته جواز نه لري چې سپی وساتي، پرته له هغو حالاتو چې استثناء یې شوی وي.

د سپي ساتلو ممانعت د دې لپاره دی چې له دې سره ډېر زیانونه او مفاسد تړلي دي، له پیغمبر ﷺ څخه ثابت دي چې پریښتې هغه کور ته نه ننوځي چې سپی پکې وي؛ او همدارنګه سپی د ډېرو سختو ناپاکیو سبب کېږي، چې یوازې د اوبو او خاورو په څو ځل مینځلو سره له منځه ځي.

التصنيفات

ښکار